نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د اسراییل او حماس جګړه؛ د اسراییل بمبار کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي

لا هم پر غزه د اسراییلو درنې بمبارۍ دوام لري چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

نړیوالې رسنۍ راپور ورکوي چې اسراییلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې ځینې سیمې تر بمبار لاندې نیولي دي او ګڼیو بې ګناه او ملکي فلسطینیانو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولي ده. پر دې سربېره نړیوال مرستندوی سازمانونه هڅه کوي تر څو غزې ته بشري مرستې ورسوي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

نور ولولئ: حماس ډلې برمته کړي دوه امریکايۍ مېرمنې بېرته خوشي کړې

د دغه وزارت په وینا، ۶۰ فلسطینیان یوازې بېګاه د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه د اکتوبر ۲۳مه راپور ورکړی چې اسراییلو پر غزې تړانګې هوايي بریدونه کړي او د کډوالو جبالیه کمپ کې یې د هستوګنې کورونه په نښه کړې دي.

دا وروستي بریدونه روغتونونو ته نږدې شوې

د راپور پر بنسټ بریدونه د الشفا او القدس روغتونونو ته نږدې شوې دي. تراوسه د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۶۵۱ فلسطینیان وژل شوي او په زرګونه نور ټپیان دي.

بل‌خوا په دې نښتو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ اسراییلیان هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې یو‌شمېر رسنیو راپور ورکړی چې په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلو په شپنیو چاپو کې لسګونه فلسطینیان نیول شوي دي.

د شپنۍ چاپو پر مهال هم ملکي نیول شوي

فلسطین کې وفا خبري اژانس ویلي چې اسراییلو د شپنۍ چاپو پر مهال په هبرون ښار او غزې تړانګه کې د کارګرو په ګډون ۵۹ کسان نیولي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې رام‌الله ته نږدې په جلازون کډوالو کمپ کې د اسراییلو له لوري په تاوتریخوالي کې دوه فلسطینیان وژل شوي او ۲۰ نور نیول شوي دي.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې له ۵۰زره ډېرې میندوارې مېرمنې له روغتیايي ګواښ سره مخ دي

له هغه وخت راهیسې چې حماس پر اسراییلو مرګونی برید وکړ، تراوسه د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په لوېدیځه اشغال شوې غاړه کې ۱۲۰۰ فلسطینیان نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې غزې ته د مصر له رفع بندر له لارې ځینې مرستندوی موټریز کاروان داخل شوی، خو لا هم خلک د څښاک اوبه او کافي خواړه نه لري او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button