نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د اسراییل-حماس جګړه؛ غزه کې الشفا روغتون خدمات نه شي وړاندې کولی

ډبلیو ایچ او وايي چې یاد روغتون خدمات نه شي وړاندې کولی او له فعالیت غورځېدلی دی

په یاد روغتون کې اوبه، ډوډۍ او نور خدمات لا له وړاندې بند شوي وو، خو ورځې وروسته دا روغتون له فعالیته پاتې شو.

د روغتیا نړیوال سازمان “ډبلیو‌ اېچ او” وايي د غزې تر ټولو ستر روغتون ‘الشفا’ له فعالیته غورځېدلی او نور د یوه روغتون په څېر فعالیت نه کوي.‌

نور ولولئ: غزه کې د الشفا د خدمتونو ځنډېدل؛ یوه ماشوم ساه ورکړي ده

دا سازمان وايي د دغه روغتون شاوخوا دوامداره ډزو او بمباریو له مخکې ناوړه شرایط لا پسې بدتر کړي‌ دي.

د یاد روغتون حالت جګړې ته ورته دی

ډبلیو اېچ او همدا راز غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت چارواکو په حواله ویلي چې لا هم له ۲۳۰۰ ډېر کسان د دغه روغتون دننه پاتې دي.

پخپله الشفا روغتون ډاکترانو د دغه روغتیاي مرکز حالت د جګړې ډګر ته ورته بللی دی.

چارواکي وايي، په دغه روغتون کې زرګونه کسان بند پاتې دي او له دوو نورو روغتونونو ‘النصر او رنتسي’ را ايستل شوي ناروغان هم پر سړکونو پراته دي او درملنې ته لاسرسى نه لري.

هممهاله د اسرائیلو پوځ ویلي چې له دغو دوو روغتیايي مرکزونو یې د ناروغانو د ایستلو لپاره زمینه برابره کړې ده.

د ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ دی

د الشفا روغتون ډاکټرانو ویلي دي چې د بریښنا د پرې کیدو له امله له وخت نه مخکې زېږېدلو ماشومانو په ګډون د ناروغانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

بي‌بي‌سي ته په استول شویو تصویرونو کې لږترلږه ۲۰ ماشومان لیدل کېږي، چې جراحي واټ کې پر بسترونو اچول شوي دي.

ویل کېږي دغه ماشومان مخکې په اېنکیوبېټرونو کې ساتل کېدل خو اوس د برېښنا او په جنراتورونو کې د تېلو نشتوالي له کبله دغه اړین روغتیايي وسایل له فعالیت غورځېدلي دي.

نور ولولئ: اسراییلو په غزه کې پر روغتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي

اسرائیلي چارواکو تور پورې کړی چې حماس دغه روغتون ته د تیلو د انتقال مخه نیولې ده. خو حماس دغه تورونه رد کړي دي.

د فلسطین د ملي نوښت مشر ډاکټر مصطفی برغوتي بي‌بي‌سي ته وویل، اسرائیل حماس نه بلکې د غزې خلک له منځه وړي.

دی وايي “هغوی حماس له منځه نه وړي، بلکې په غزه کې د فلسطین خلک له منځه وړي. تر اوسه يې د پنځو زرو ماشومانو په ګډون يوولس زره ملکي وګړي وژلي او اوس پر روغتونونو بريدونه کوي او په یوه وخت کې درې جنګي جنايتونه ترسره کوي. د ډله ییزې سزا جنګي جنایت، د نسل وژنې جنګي جنایت او د توکم وژنې جنګي جنایت.”

د یونیسف ویاند جیمز ایلډر وايي، په غزه کې ماشومانو سره د مرستې لپاره یوازېنۍ لاره اوربند دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button