نړیوال خبرونه

د اسلامي امارت ځواکونو ته حقاني؛ د بخښنې له فرمان څخه سرغړونه مه کوئ

د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې په یوه ولسي غونډه کې د اسلامي امارت له ځواکونو وغوښتل چې شخصي دښمنۍ دې پای ته ورسوي او د عفوې فرمان ته غاړه کیږدي.

د اسلامي امارت لوړ پوړي غړي انس حقاني وویل: «له شخصي خواهشاتو او غضب، قهر او انتقامي فکر نه ووځو او د خپلو امیرانو قانون او اسلامي نظام مات نه‌کړو، هغې ته زیان و نه رسوو، د اسلامي نظام نوم بد نه‌کړو.»ښاغلی حقاني ظاهراً له خلکو سره پر ناوړه چلند نیوکه کوي او د اسلامي امارت پر ځواکونو غږ کوي چې د هېواد له خلکو سره ښه چلند وکړي.

د اسلامي امارت لوړ پوړي غړي انس حقاني وویل: «ډېر مجاهدین چې یو چاته ټوپک، یو چاته رنجنر رسېدلی او څوک د حوزې، پوستې او ولایت او ولسوالۍ مسوول شوی دی، په هغوی کې د مصب له وجهې نه جوش پیدا شوی دی، هغه ولس ته هم په سپک نظر ګوري، هغوی باندې هم دا احسان اړوی چې دوی ته مو هم غفوه کړې ده، ولس خو هغه دی چې ما او تا ته یې شپه راکوله، ولس خو هغه دی چې ما او تا ته یې په خپله مړۍ کې نیمايي برخه راکوله.»

نور یی ولوله | ماشومانو ساتنې اداره: روژه کې ډیرو کورنیو په وچې ډوډۍ ګذاره کوله

د اسلامي امارت دغه غړی په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت بیا راتګ د واک د تر لاسه کولو په مانا نه ګڼي. مشر وويل: “د دې نظام بنسټ د هغو سترو خلکو لخوا ايښودل شوی چې په دين پوره پوهه لري، او موږ په دوی باور لرو چې دا نظام به تر دې هم ښکلی وي.”

تر دې وړاندې ښاغلي حقاني په خوست ولایت کې په یوه بله غونډه کې ویلي و چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو مسئله به ډېر ژر هواره شي. انس حقاني هم تایید کړه چې په څو ورځو کې به د دیني عالمانو او کارپوهانو یوه ډله په دې اړه خبرې وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button