د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان د کابل د ښوونځي چاودنه وغندله

د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان مشر محمد بن عبدالکریم العیسی په کابل کې د یوه ښوونځي پر زدهکوونکو شوې چاودنه غندلې ده.
العیسی د هر ډول ترهګرۍ او تاوتریخوالي د ردولو پر دریځ ټینګار کړی او د افغانستان له خلکو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د افغانستان له خلکو سره د پیوستون څرګندونه
د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان مشر د افغانستان امنیت، ثبات او د خلکو خوندیتوب ته د هر ډول ګواښ پر وړاندې د افغانانو ترڅنګ د درېدو ډاډ ورکړی دی.
هغه د چاودنې د ټپیانو لپاره د ژر روغېدو هیله هم کړې ده.
تر دې وړاندې قطر، سعودي عربستان، سوریې او د ملګرو ملتونو ځینو بنسټونو هم د کابل د ښوونځي چاودنه غندلې وه.
په چاودنه کې لسګونه ماشومان ټپیان شوي
د راپورونو له مخې، تېره دوشنبه د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې ده.
په دې پېښه کې ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان مشر محمد بن عبدالکریم العیسی په داسې حال کې د پېښې غندنه کړې چې د کابل د ښوونځي چاودنې یو ځل بیا د ملکي وګړو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.



