کورني خبرونه

د افغانانو د شخړو یواځنۍ حل لاره ټولشموله حکومت دی

 افغانستان  افغانستان

د ګاونډیو هېوادونو ګډه اعلامیه پراخه سیاسي جوړه د افغان کشالې د حل یواځنۍ لار ده د ایران مرکز تهران کې د افغانستان د روان سیاسي او امنیتي حالاتو په اړه د ګاونډیو هېوادونو خارجه وزیرانو غونډه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ختمه شوه.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د یو پراخه  بنسټه سیاسي جوړښت په رامنځته کېدل چی په افغانستان کې  د حل یواځنۍ لاره ده ګاونډیو هېوادونو همدا رنګه له طالبانو غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې وعدی پوره کړي او اجازه ورنکړاي شی چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد استعمال شي په یاده غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل موږ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غواړو چې امریکا او ناټو ته نظامي اډه ورنه کړي.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د روسیې تاس خبري اژانس د ښاغلی لاوروف د خبرو هغه برخه په خپل رپوټ کې راخیستې چې وايي روسیه نه غواړي پر هیڅ چا خپل سپارښتنې او توصیې وتپي  له دی پرته  تاریخ خپله د ستونزو د حل لپاره ګټورې چاری وړاندې کوي نوموړي زیاته کړه  مهمه ده چې د امکان تر حده د هېواد اصلي قومي او سیاسي ګټې په نظر کې ونیول شي له همدې امله موږ پرلپسې په افغانستان کې د یوه رښتیني ټولشموله حکومت ملاتړ کړی

د پاکستان  خارجه وزیر شاه محمود قریشي غونډې ته وویل طالبان یو حقیقت دی او باید تعامل ورسره شي

نوموړي پر نړیوالې ټولنې ته وویل چې افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید له دې هېواد سره  ژر تر ژره مرستې وکړي او همدا رنګه  طالبانو  ته ویلی چې باید ترهګرو ډلو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره پر ضد استعمال کړی

خو همدې ناستې ته د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین ویلي هېواد به یې هېڅکله هم افغانستان کې د زور له لارې تپل شوی حکومت په رسمیت ونه پېژني نوموړي ټینګار وکړ چې تاجکستان په دې سختو شرایطو کې د افغانستان خلک یواځی نشي پرېښودلی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button