د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو لوړو پوړو پلاوو مذاکرات پيل شول

د ملي مصالحې عالي شورا د رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړ پوړي پلاوي او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د لوړو پوړي پلاوو ترمنځ د سولې مذاکرات نن په دوحه کې پيل شول.
د دې مذاکراتو د پیل په مراسمو کې چې د افغانستان لپاره د قطر د ځانګړي استازي محترم مطلق بن ماجد القحطاني په حضور کې پيل شول لومړی، د قطر ځانګړي استازي دواړو لورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ هیله وکړه چې روان مذاکرات په افغانستان کې د سولې لامل شي.د ملي مصالحې د عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې له قطر نه د اخلاصمندانه کوربتوب له امله د مننې ترڅنګ هیله وښوده چې دا مذاکرات د هېواد د سولې او سوکالۍ لپاره ښې پایلې ولري.
نوموړی وویل، چې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی، د جګړې اصلي قربانیان خلک دي او خسارات یې هم ټولو ته معلوم دي نو له همدې امله د اوسنۍ جګړې پای ته رسېدل د خبرو اترو لارې ممکن دي او په نظامي لارې ټينګار یوازې جګړه اوږدولای شي.ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې راغلی پلاوی د ټول افغانستان استازیتوب کوي او په هره اساسي موضوع د بحث او مذاکرې صلاحیت لري چې کولای شي موږ وروستۍ پرېکړې ته ورسوي.
هغه ویل، که چېرې دا فرصت ضایع شي نو موږ ټول به د خدای او خلکو پر وړاندې مسوول یو.په همدې حال کې د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې وویل چې د سولې د تامین او د ولس د سوکالۍ لپاره باید ټول همکاري او همغږي وکړو.
هغه وویل، له لسو میاشتو متاسفانه چې مذاکراتو له تمې سره سمه پایله نه درلوده نو له همدې امله یې نوی مذاکراتي ټیم له رهبرۍ څخه ټاکل څو مذاکرات سرعت پيدا کړي.د پرانستې ناسته پای ته ورسېده او له دې وروسته به اصلي مذاکرات پيلېږي.
د ملي مصالحې عالي شورا د رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړ پوړي پلاوي او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د لوړو پوړي پلاوو ترمنځ د سولې مذاکرات نن په دوحه کې پيل شول.د دې مذاکراتو د پیل په مراسمو کې چې د افغانستان لپاره د قطر د ځانګړي استازي محترم مطلق بن ماجد القحطاني په حضور کې پيل شول لومړی، د قطر ځانګړي استازي دواړو لورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ هیله وکړه چې روان مذاکرات په افغانستان کې د سولې لامل شي.
د ملي مصالحې د عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې له قطر نه د اخلاصمندانه کوربتوب له امله د مننې ترڅنګ هیله وښوده چې دا مذاکرات د هېواد د سولې او سوکالۍ لپاره ښې پایلې ولري.هغه وویل، چې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی، د جګړې اصلي قربانیان خلک دي او خسارات یې هم ټولو ته معلوم دي نو له همدې امله د اوسنۍ جګړې پای ته رسېدل د خبرو اترو لارې ممکن دي او په نظامي لارې ټينګار یوازې جګړه اوږدولای شي.