اقتصاد او سوداګري

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ برخه کې د همکاریو پراختیا

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په پام، له مرکزي آسیا هیوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا د افغانستان لپاره ګټور بولي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا هیواد له افغانستان سره د ریل‌پټلۍ، سوداګرۍ، او ترانزیټ په برخو کې خپلې همکارۍ نورې هم زیاتوي.

رشید مردوف د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له امیرخان متقي سره په کابل او عشق‌آباد کې د سیاسي، اقتصادي، او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو په هکله خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسؤل ضیاء احمد تکل ویلي: “د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ټاپي پروژې د پرمختګ ارزونه مثبته وبلله او ژمنه یې وکړه چې د ریل‌پټلۍ، سوداګرۍ، او ترانزیټ په برخو کې عملي همکاري پراخوي.”

له بلې خوا، د هرات والي چې ترکمنستان ته سفر کړی، د دغه هیواد د ماري ولایت له والي سره د انرژۍ، ټرانسپورټ او د مرمر ډبرو د صادراتو په برخه کې د همکاریو اهمیت په اړه خبرې کړي او د دې همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

یو شمېر اقتصادي پوهان د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت له امله، له مرکزي آسیا هیوادونو سره د اړیکو پراخوالی د افغانستان لپاره مهم بولي.

ترکمنستان د مرکزي آسیا یو له مهمو هیوادونو دی چې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لري او سربېره پر دې، د ټاپي د ګازو انتقال ستره پروژه له مرکزي آسیا، جنوبي آسیا سره نښلوي

دا هم ولولئ:  اروپايي اتحادیې له زرګونو افغان مېرمنو سره کار موندنه کې مرسته کړې

تر اوسه، د دې پروژې کار په افغانستان کې له ۱۴ کیلومترو زیات پرمختګ کړی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button