لوبې خبرونه

د افغانستان او سري لنکا تر منځ شل اوریزې سیالۍ؛ کرکټ بورډ ورته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ له سري لنکا سره د اوریزو سیالیو په خاطر لوبډله اعلان کړه خو راشد خان په کې نشته

د افغانستان د کرکټ بورډ دوشنبه فبروري ۱۲ (سلواغه ۲۳) له سري لانکا سره دریو شل اوریزو سیالیو ته د ۱۶ لوبغاړو نومونه خپاره کړل.

د افغانستان د شل اوریزو سیالیو دایمي کپتان راشد خان په دغه لست کې نه شته او په ځای یې ابراهیم ځدراڼ د لوبډلې مشري کوي.

پر لوبو د دوه نورو لوبغاړو د نشتون اغېز

په لوبډلې کې دوه نور تېز او ورو توپ اچوونکي سلیم ساپی او مجیب الرحمن هم نه شته چې ددوی نه موجودیت به د سري لنکا پر وړاندې لوبې یو څه سختې کړي.

428351090 903255101804556 5941982650859606404 n
د کرکټ بورډ لخوا اعلان شوی نوملړ

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې راغلي دي: «د یادې لوبډلې مشري به ابراهیم ځدراڼ پر غاړه ولري، ځکه چې د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا د عملیاتو له امله تر درملنې لاندې دی او دغه راز د مجیب الرحمن او سلیم ساپی د لاس اوښتو او ورانه د شاتنۍ برخې د عضلې د شلېدو درملنه هم روانه ده.»

نور ولولئ: د افغانستان او سري لنکا تر منځ ټېسټ لوبه په دویمه ورځ پلازمېنه کولمبو کې پیل شوه

نور ولولئ: افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټېسټ لوبه کې له سري لنکا ماته وخوړه

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

په لوبغاړو کې د رحمان الله ګربز تر څنګ بل ویکټ ساتونکی محمد اسحاق هم اخیستل شوی دی. په نورو لوبغاړو کې حضرت الله ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نور احمد، وفادار مومند او قیس احمد شامل دي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه سري لنکا ته وبایلله

افغانستان به شل اوریز نړیوال جام هم له پامه نه غورځوي

په اعلامیې کې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست احمد شاه سلیمانخېل له خولې ویل شوي دي: «د دغو سیالیو اهمیت ته په پام سره به زموږ یوه موخه دا هم وي، ترڅو د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام هم له نظره ونه باسو او له اوسه ورته د سینیر لوبغاړو ترڅنګ ځوانان هم په پام کې ونیسو او وروزو.»

دا لوبې به فبروري میاشتې په ۱۷،۱‍۹ او ۲۱ نېټو باندې پیلېږي. افغانستان تر دې مخکې په سري لانکا باندې د ټست یوه لوبه هم وبایلله او د دریو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ دوې لوبې یې هم بایللې دي او درېیمه یې سبا سه شنبه ده.

ځینو مینه والو وویل چې که افغان کرکټ ملي لوبډله سبا هم ښه لوبه وکړي، نو کېدای شي چې سري لنکا په شل اوریزو لوبو کې هم وارخطا کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button