لوبې خبرونه

د افغانستان او سري لنکا تر منځ ټېسټ لوبه په دویمه ورځ پلازمېنه کولمبو کې پیل شوه

دا لوبه د افغانستان او سري لنکا تر منځ یوازینۍ ټېسټ لوبه ده چې د دواړه ټیمونو تر منځ ترسره کېږي

د افغانستان او سري لنکا تر منځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې دویمه ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه کولمبو کې پيل شوه.

د لوبې په دويمه ورځ نويد ځدراڼ نشان مدوشکا وسوځاوه او دا يې په ټېسټ لوبو کې لومړنۍ وېکټه شوه.

د لوبې په لومړۍ ورځ سري لنکا د پچې له ګټلو سره افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړې وه. افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۸ منډې جوړې کړې وې.

cricket1

د رحمت شاه د تېرې ورځې لوبه

د افغانستان له لوري رحمت شاه په ۱۳۱ توپونو تر ټولو ډېرې (۹۱) منډې لرلي. د ده تر څنګ نور علي ځدراڼ ۳۱ منډې جوړې کړې وې.

اکرام علي خېل او قيس احمد هر يوه ۲۱ منډې وکړې. لوبډلمشر ۱۷ او نجات مسعود ۱۲ منډې ترسره کړې.

نور ولولئ:  راتلونکې میاشت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبې

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: تکواندو لوبډله اماراتو ته ورسېده او کرکټ لوبډله له سریلنکا سره سبا ټیسټ لوبه کوي

بل لور په لومړۍ ورځ د سري لنکا لوبډلې اوپنرانو خورا چټکه لوبه پیل کړه. په ۱۴ اورونو کې يې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ۸۰ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په دې سيالۍ کې د حشمت الله شهيدي په مشرۍ ابراهيم ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، رحمت شاه، ناصر جمال، اکرام عليخېل، ضيا الرحمان، قيس احمد، نجات مسعود، محمد سليم او نويد ځدراڼ لوبېږي.

هغه افغان لوبغاړي چې لومړی ځل ټیسټ لوبه کوي

د سري لنکا پر وړاندې ټېسټ لوبه کې څلور افغان لوبغاړي ضياءالرحمن اکبر، نورعلي ځدراڼ، نوید ځدراڼ او سلیم ساپي د لومړي ځل لپاره ټېسټ لوبه کوي.

cricket2

افغانستان تر دې مهاله ټولې اووه ټېسټ لوبې کړې چې د سري لنکا پر وړاندې دا سيالي يې اتمه ده. افغانستان له بنګله دېش، زېمبابوې او ايرلنډ يوه يوه ټېسټ لوبه ګټلې ده.

د افغانستان او سري لنکا تر ټېسټ لوبې وروسته دغه دواړه هېوادونه دری يو ورځنۍ او دری شل اوريزې لوبې هم ترسره کوي.

له سري لنکا سره د سياليو له بشپړېدو وروسته د فبرورۍ پر ۲۷ مه افغان ملي لوبډله په خپل کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې له ايرلنډ سره ټېسټ لوبه لري چې له دې وروسته به له دغه هېواد سره دری يو ورځنۍ او دری شل اوريزې لوبې هم ولري.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې ښې لاسته راوړنې لرلې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button