د افغانستان او قزاقستان سوداګري؛ د ۵۵ میلیون ډالرو پنځه تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان او قزاقستان سوداګري؛ د دواړو هېوادونو شرکتونو د غنمو، اوړو او نورو کرنیزو محصولاتو په برخه کې د ۵۵ میلیون ډالرو پنځه تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان او قزاقستان سوداګري د پراختیا په لور نوی ګام اخیستل شوی او د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د ۵۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، دغه تړونونه د کرنیزو محصولاتو او اوړو د عرضې په برخه کې شوي دي.
د افغانستان او قزاقستان سوداګري؛ تړونونه کوم توکي رانغاړي؟
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د پنځو تړونونو له ډلې د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه د غنمو او نورو کرنیزو محصولاتو د عرضې لپاره دي.
همدارنګه د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت نور تړونونه د اوړو د عرضې په برخه کې لاسلیک شوي دي.
دغه قراردادونه د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ شوي او ټولیز ارزښت یې ۵۵ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېږي.
د افغانستان د لسو شرکتونو په استازیتوب یوه سوداګریز پلاوي هم قزاقستان ته سفر کړی دی.
د دغه پلاوي مشري د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د خوراکي توکو کمېټې مشر وحیدالله عزیزي کړې ده.
دوهاړخیز تجارت درې میلیارد ډالرو ته د رسولو هڅې
افغان سوداګریز پلاوي د قزاقستان په کوستانای ښار کې د «حاصلاتو وروسته؛ د کرنې فصل ۲۰۲۶» په نړیوال پروګرام کې ګډون کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د سفر موخه د دواړو هېوادونو د تولیدوونکو او پېرودونکو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پراخول او په اقتصادي او کرنیزو برخو کې د همکاریو زیاتول دي.
د خونې په وینا، د افغانستان او قزاقستان سوداګري د پراخولو لپاره دا سفر د هغو دوهاړخیزو هوکړو د تعقیب برخه ده چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه درې میلیارد ډالرو ته رسول دي.
خو درې میلیارد ډالره د دواړو هېوادونو د اوسني تجارت کچه نه، بلکې د راتلونکې لپاره ټاکل شوی سوداګریز هدف دی.



