اقتصاد او سوداګري

د افغانستان سوداګریزې هوکړې؛ له اوزبیکستان او هند سره نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان سوداګریزې هوکړې د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې پراخې شوې او د افغانستان، اوزبیکستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړې لاسلیک شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، دغه هوکړې د افغانستان او ګډون کوونکو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډې پانګونې د زیاتېدو په موخه شوې دي.

د افغانستان سوداګریزې هوکړې؛ له کومو هېوادونو سره تړونونه شوي؟

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو د سوداګریزې همکارۍ پر فرصتونو خبرې کړې او یو شمېر هوکړې یې لاسلیک کړې دي. د افغانستان سوداګریزې هوکړې

د افغانستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریز تواصل یا B2B ناستې هم ترسره شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د دغو ناستو پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ۲۱ میلیارد او ۵۸۰ میلیون افغانیو په ارزښت تړونونه او هوکړې لاسلیک شوې دي.

تر اوسه په تفصیل نه دي ویل شوي چې دغه تړونونه په کومو مشخصو سوداګریزو او پانګیزو برخو کې شوي او هر هېواد پکې څومره ونډه لري.

له ایراني شرکتونو سره د ۲۹.۴ میلیارد افغانیو هوکړې

تر دې وړاندې د همدې نندارتون په څنډه کې د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ هم د سوداګریز تواصل غونډه شوې وه.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۲۹.۴ میلیارد افغانیو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې وې.

د افغانستان سوداګریزې هوکړې داسې مهال لاسلیک کېږي چې د امام ابوحنیفه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو معرفي کول، د افغان سوداګرو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د اړیکو پراخول او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول بلل شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د خصوصي سکټورونو ترمنځ دا ډول مستقیمې ناستې سوداګرو ته زمینه برابروي چې د احتمالي همکاریو، صادراتو، وارداتو او ګډې پانګونې په اړه مخامخ خبرې وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button