نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ سیاسي اړیکې؛ له افغان ملت سره د عربي اماراتو مرستې

د متحده عربي اماراتو دولت او په افغانستان کې د بېلابېلو دولتونو تر منځ سیاسي اړیکې ښې پاتې شوي دي

په افغانستان کې د شاهي دورو او بیا د طالبانو تر دویم ځلې واکمنېدو پورې د متحده عربي اماراتو تر منځ سیاسي اړیکې دوستانه او یو او بل هېواد په ګټه پالل شوي دي. افغانستان کې چې هر نظام راغلی، نو د عربي متحده چارواکو ورسره ښې اړیکې ساتلې او د افغانستان د سیاسي حلاتو د ښه کېدو لپاره یې خورا رغنده هلې ځلې کړي دي چې دا هلې ځلې افغان ملت حس کوي او د دوی له مرستو راضي او همکارۍ راضي ښکاري.

سیاسي اړیکې او د متحده عربي اماراتو هڅې

د افغانستان اسلامي جمهوریت په تېر شل کلن بهیر کې د عربي اماراتو دولت له ولسمشر کرزي او ولسمشر محمد اشرف غني سره خورا ښې اړیکې پاللي او له دوی سره یې د افغانستان د کړکېچ په هوارولو کې رښتني همکارۍ کړي دي. اماراتو د ښو اړیکو پر بنسټ له دریو لسیزو راهیسې په سلګونو زره افغان کارګرانو ته ویزې ورکړي او هلته یې ورته د کار زمینه برابره کړي چې په دې برخه کې یې د جمهوریت په دوره کې لا ډېر خلک ور وغوښتل او د کار زمینه یې ورته برابره کړه.

نور ولولئ: متحده عربی امارات د افغانستان ملاتړی دی

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

د متحده عربي اماراتو ولسمشر او چارواکو له افغان ملت سره د طبیعي پېښو او نورو ستونزو په وخت کې په خپل وخت بشري مرستې کړي دي. دوی په خوست او پکتیکا ولایتونو او همداراز په هرات کې د وروستۍ زلزلې پر مهال په لسګونه ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي بېړنۍ مرسته وکړي او د په سلګونو ماشومانو او نورو خلکو ژوند یې تر یوه حده خوندي کړ.

متحده عربي اماراتو همداراز د دواړو خونړیو زلزلو پر مهال د ټپیانو لپاره بېړني روغتونونه جوړ او صحي ټیمونه یې ورته ولېږل چې په هغه کې یې د ګڼو خلکو او ناروغانو وړیا درملنه وکړه.

افغان ملت او د افغانستان نظامونه د متحده عربي اماراتو له دا ډول همکاریو خوښ ښکاري او دوی تل هیله ښودلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اوسني سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې لا نورې غني او ښې کړل شي تر څو له یوې خوا د دواړو ملتونو تر منځ روابط نور هم ښه شوي وي او هم سیاسي اړیکو دوام موندلی وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button