اقتصاد او سوداګري

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارتي لارو تړل کېدل

ددغه لارو د بېرته پرانیستلو لپاره څه تمه شته او کنه؟

د تورخم او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو ترانزیتي لارو پر بندیدو یوه اوونۍ اوښتې خو تراوسه یې د خلاصیدو هېڅ نښې نښانې نه ښکاري.

په تورخم کې د طالبانو یوه مسوول چارواکي بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په نژدې راتلونکي کې د دې لارې پرانیستو ته هېڅ امېد نه شته.

دې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ځکه د خبرو رسمي اجازه نه یې نه درلوده زیاته کړه چې پرون د جمعې په ورځ هم په ټیټه کچه د دواړو خواوو ترمنځ خبرې وشوې خو نتیجه یې ورنه کړه.

په دې اړه د جګپوړو چارواکو ترمنځ له دې مخکې یوازې یوه رسمي غونډه شوې چې هغې هم بې نتیجې وه.

دواړو غاړو ته بند پاتې لارۍ موټر

په تورخم کې د طالبانو د یاد چارواکي په وینا دا وخت په تورخم کې دواړو غاړو ته درې نیم- څلورزره لارۍ چې ډېری په سوداګریزو مالونو بار دي ولاړې دي چې د افغانستان لوري ته په پیازو بار د ازبکستان دوه نیم سوه لارۍ هم پکې دي.

jonit 2

په عین حال کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال ډیورنډ کرښې له بلې غاړې راپور راکوي چې پرون هم د خیبر درې په لاره کې په مالونو بار سلګونه لارۍ ولاړې وې او چلوونکي یې له سختو ستونزو شکایتونه کول.

نور ولولئ: د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د سوداګرۍ پر مخ وتړل شوه

نور ولولئ: د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ایستل؛ تورخم کې ډېری کډوال را اوښتو ته انتظار

نور ولولئ: په لسمه ورځ د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوه

د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو د خونو چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ټول پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو له مشرانو سره یې په اسلام کې ولیدل او هغو ډاډ ورکړ چې د سوداګرو دا ستونزه به مرکزي حکومت ته ورسوي.

پاکستان د جنوري په ۱۳مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه ترانزیتي لاره تورخم دروازه وتړله ځکه چارواکو د افغانستان له لارۍ چلوونکو څخه د ویزې غوښتنه کوله.

خو افغان چلوونکي چې له اوږدو کلونو راهیسې یې د یوې پخوانۍ موافقې له مخې تر پېښوره پورې بې ویزې تګ راتګ کاوه دې کار ته چمتو نه دي.

له نورو لارو محدود تګ او راتګ

همداراز د سپین بولدک چمن لاره د لاریو د تلو راتلو پرمخ بنده ده خو د خوست د غلام خان پر لاره څه ناڅه محدود تګ راتګ کېږي.

په غلام خان بندر کې د طالبانو چارواکو تېره شپه وویل چې د ورځې په اوږدو کې له افغانستانه ۲۵ او له خیبرپښتونخوا څخه ۹۱ لارۍ چې چلوونکو یې ویزې نه لرلې له دروازې واوښتلې، خو د دې چارواکو په وینا له دې لارې یوازې هغو لاریو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي چې ترکاري او مېوې پکې بار وي.

خوستی سوداګر انور افغان وايي په غلام خان کې هم اوس مهال دواړو خواوو ته د منځنۍ آسیا د توکو په ګډون په تجارتي مالونو بار سلګونه لارۍ ولاړې دي.

ښاغلی افغان له پاکستاني چارواکو غواړي چې د دې لویې ستونزې د حل لپاره سمدستي یوه بېړنۍ حل لاره وسنجوي.

وړاندې طالبانو ګواښ کړی چې که اسلام اباد ورسره هوکړې ته ونه رسېږي، نو دغه لارې به د تل لپاره د سوداګرو پر مخ وتړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button