نړیوال خبرونه

د افغانستان بانک برېښنا ٤ ساعته بندول خلک په شک کې کړي

د افغانستان بانک برېښنا ٤ ساعته بندول خلک په شک کې کړي ، د افغانستان بانک له نوي سرپرست اجمل احمدي ګمارنې وروسته په اول ځل د دغه بانک برق د څلور ساعتونو لپاره تلۍ وو او همدا راز امنيتي کمرې هم نه وې فعلې چې دې چارو د خلکو غبرګونونه راپارولي،

له رسنیو سره په خپلو خبرو کې د باور غورځنګ رييس نجيب ازاد، چې مخکې د جمهور ریس غني د کمپاين عضو هم وو، په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې شاوخوا دوه نيمې هفتې وړاندې د افغانستان بانک برېښنا د ٤ ساعتونو او څو دقيقې لپاره بنده پاتې وه او امنیتي کمرې هم بندې پاتې وې، نوموړۍ وايي ، چې د مرکزي بانک د افغانستان خزانه ده، دغلته ٢٤ ساعته برق وي او همدا راز ٤ جنراتورونه هم موجود وي ، که چېرته برق کې څه مشکل راشي چې په افغانستان بانک کې د برق ستونزه د يوې ثانيې لپاره هم نه وي او برق چې لاړ هم شي زر بیرته رازي،

دغې رسنۍ په دغه راپور کې دا هم ذکر کړي دي ، چې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي باندې نه يوازې چې دا تور دى چې هغه له هېواده غېر قانوني پېسې لېګلي دي ، بلکې د هغه په هويت باندې هم تراوسه پورې شکونه دي.چې ابا هغه افغان دۍ هم که نه ځکه په سوشل ميډیا کې د هغه په اړه ویل شوي چې ښايي نوموړۍ د لبنان وي ا د بي بي ګل خپلوان وي د نوموړي پاسپورټ په اړه هم خلک غوښتنه وکړه چې باید خلکو سره شریک شي او عامووګړو ته پکې وضاحت ورکړل شي،

اوسمهال هېواد له يوه بد وضعيت سره مخ دى، د سولې خبرې روانې دي، په دولت کې فساد اوج ته رسېدلى دى، د افغانستان بانک د برېښنا قطع کېدل، په هېڅ ډول د منلو وړ خبره نه ده او بايد د دې چارې په جدي ډول څېړنه وشي.او عامو وګړو ته دې وضاحت ورکړل شي، ځکه د افغانستان بانک د ټول ملت خزانه ده باید پټه نشي او عام وګړي باید په دې پوه شي چې دولت د بانک څنګه چلوي اوس وخت کې چې د بانک د برق په اړه اندېښنو کې اچولي باید ملت په دې اړه وضاحت ضرور ورکړل شي،

په سوشل ميډیا کې ورځ تر بلې د دولت پر ضد د خلکو کرکه زياتېږي او که ورته کړنې دوام وکړي، ښايي د حکومت لپاره دا کارونه ډېرزیانمن تمام شي، دا هم باید یاده کړو چې د انتخاباتو نه وړاندې جمهور ریس غني دا وعده کړې وه چې فساد به له منځه وړي او حیساب ورکونې او غوښتل ېې خپل شعار بللي وو خو اوس بر عکس فساد نور هم زیات شوۍ او دې سره په ولسمشر باندې د خلکو باور هم کم شوۍ دۍ،

د ا هم یاده کړو چې د اجمل احمدي د افغانستان بانک سرپرست ټاکلو سره سم يو شمېر لوړپوړي کسان له دندو ليرې کړل او څارنوالۍ ته يې معرفي کړل، همدا رنګه د بانک لومړى مرستيال واحد نوشېر هم د نوموړي د دې کړنې پر ضد ودرېد او دا يې غېر قانوني وبلله، چې وروسته هغه هم دې ته مجبوره شو چې له خپلې دندې استعفا وکړي او د لومړي مرستیال په صفت خپله دنده پاۍ ته ورسوي،

اوس وخت باید حکومت داسې هېواد کې داسې اقدامات وکړي چې د عامو وګړو باور ورباندې زیات شي او بهرنۍ لاسوهنې نه وژغورل شي که داسې ونکړي نو ۍايي اوسنۍ دولت خپل وخت پوره نکړي او شاید دوخت نه مخکې ېې دولت له منځه لاړشي نوښه به داوي چې دولت د وختنه مخکې ادارو کې اصلاحات راولي او داسې ګمارنې وکړي چې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ وي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button