سیمه ییز خبرونه

د افغانستان بد حالات؛ پاکستان او ایران د افغانانو ملاتړ خپل مسئولیت بولي

د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر مسایلو هم خبرې اترې کړي دي

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام اباد کې د خپلمنځي اړیکو تر څنګ د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی، د خپل سفر پر دویمه ورځ اسلام اباد کې د بلاول بوټو زرداري سره په ګډه خبري غونډه کې افغانستان د خبرو د اجنډا مهمه برخه وبلله.

په دې خبرو کې اوکراین هم شامل و

د ښاغلي عبداللهیان په وینا ” د افغانستان او اکراین په مسایلو خبرې زمونږ د اجنډا مهمه برخه وه.”

نور ولولئ: د ایران او افغانستان د اوبو جنجال؛ ایران وايي، چې هلمند سیند کې له خپلې حق‌ابې نه تېريږي

نوموړي وویل ایران او پاکستان په دې سلا شول چې که شرایط هر ډول وي د افغانستان له خلکو به ملاتړ ته دوام ورکوي ځکه چې د ده په وینا دا ” زموږ مذهبي او بشري مسولیت دی.”

عبدللهیان او بلاول بوټو زرداري د افغانستان امنیت او ثبات د ایران او پاکستان له امنیت سره تړلی وباله او په وینا یې د افغانستان حالت تر بل هر هېواده پر تهران او اسلام اباد ډېر اغېز کوي.

د افغانستان د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په یوه “سیمه‌ییز چوکاټ” کې له افغانستان سره همکاري هم مهمه یاده کړې.

بلاول بوټو ضد او نقیض څرګندونې

په ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان په هکله ځينو څرګندونو د طالب چارواکو غبرګونونه پارولي، په دې غونډه کې له افغانستان سره پر نږدې پاتې کېدو ټينګار وکړ.

ښاغلي زرداري وویل “مونږ په دې هڅه کې یو چې په سیمه کې خپله همکاري او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره فعالیت ډېر کړو.”

بلاول بوټو زرداري وویل له ایراني سیال سره په دې هم سلا شوی چې د افغانانانو د هوساینې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره خپل رول ډېر کړي.

ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې مخکې د طالبانو مهم ملاتړي بلل کېدل خو تر اوسه یوه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په دې وروستیو کې وخت نا وخت پاکستان افغان خوا تورنوي چې د دوی ضد وسله والې ډلې پکې مېشتې دي‌ او ایران بیا د اوبو پر سر ناندرۍ ورسره کوي.

نور ولولئ: بلاول بوټو : افغانستان کې پرمختګ او سوکالي د پاکستان په ګټه دی

همدا راز پاکستان د پاکستاني طالبانو غورځنګ او ایران د داعش وسله واله ډله د خپل امنیت لپاره ګواښ ګڼي او څو ځلې یې پر افغان لوري تور پورې کړی چې د دوی اندېښنې یې نه دي لېرې کړي.

طالب چارواکي بیا په نرمه ژبه د پاکستان د توندو نیوکو پر وړاندې غبرګون ښکاره کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button