نړیوال خبرونه

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون د لمنځه وړلو په اړه د م.م غبرګون

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې کمېشنرې مېشل باشله د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د لمنځه وړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا پرېکړه یې “په شاتګ” بللی دی.

اغلې باشله په یوې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د لمنځه وړلو له کبله یې ټکان خوړلی دی.د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې کمېشنرې همداراز زیاته کړې، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د وروستیو کلونو په سختو شرایطو کې ځانګړې چارې تر سره کړي د جګړې د قربانیانو په ګډون یې د ټولو افغانانو بشري مسایلو ته پاملرنه کړې ده.

نور یی ولوله | حمدالله محب له افغان ولس بښنه وغوښتله

اغلې باشله د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملګرو ملتونو یو مهم شریک ګڼلی او ټینګار یې کړی چې دا کمېسیون په افغانستان کې د بشر حقونو لپاره یو پیاوړی غږ و او له منځه وړل یې په افغانستان کې د افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره یو ګام شاته تګ دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د ملي پخلاینې عالي شورا، د اساسي قانون پر عملي کولو د څار کمېسیون او د سنا مجلس او ولسي جرګې د دارالانشا‌ء هغه بنسټونه وو چې په وروستیو کې له منځه وړل شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button