نړیوال خبرونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ۱۳نوي سفیران معریفي کړل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ۱۳نوي سفیران معریفي کړل د هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړي اعلامیه کې ۱۳ نوي سفیران مقرر کړل او د ځينو سفیرانو د دندې موده ېې تمدید کړه.

د خارجه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی په برتانيا کې د نوي سغیر په توګه ګمارل شوۍ دۍ،او سيد طيب چې مخکي په بريتانيا کې د افغانستان سفير و.اوس تازه په روسيه کې د افغانستان د سفير په توګه ګمارل شوۍ دی،خبر پاڼه زياتوي چې يما ياري چې مخکي د فوايد عامي وزارت وزير وو اوس تازه د المان سفير ګمارل شوۍ همداراز د ملي پوځ پخوانی لوی درستيز په قرغزستان کې د فغانستان دسفير په توګه ټاکل شوۍ،

نجيب علي خيل په اسلااباد کې د افغانستان نوۍ سفیر په توګه ټاکل شوی نوموړی د د ې نه وړاندې په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر په توګه دنده پر مخ وړله. همداراز د محلي اروګانونو د اداري پخوانی مشر په هندوستان کې دد نوي سفير په توګه ټاکل شوۍ،

بلخوا د سفیرانو په لست کې ځینې نوي څېرې هم د سفیرانو په توګه ګمارل شوي دي. اعلاميه کاږي چې امان جیخحون او خالد زکريا چې په بهرنيو چارو وزارت کې د څلورم او پنځم سياسي ريسانو په توګه کار کاوو اوس تازه د ازبايجان او ايټاليا کې د سفيرانو په توګه په دنده وګمارل شو، په دغې لست کې د خان ولي خان بشرمل د ترکمستان ، منيژه باختري د اتريش امير محمد رامين د ترکيې د سفيرانو په توګه ېې نومونه ذکر شوي،

د یادونې وړ ده چې شفيق خواتي په ايران کې د افغان ځوانانو او محاجرينو لپاره سيار استازی ټاکل شوی دی.او وحيد ويسي چې په استراليا کې د افغانستان د سفير وظیفه پر غاړه لرله يو کال يې نوره هم دنده ځنډول شوي ده.د نوي سفیرانو په توګه نوي ګمارل شویو څېرو په اړه خلکو په سوشل ميډیا کې لیکنې کړي دي او ویلي دي چې بازې څېرې په معیارونو ندي برابر باید ولسمشر سم خلک ګمارلي وۍ،

د سفیرانو ګمارنې نه وړاندې ولسمشر غني د افغانستان کابینې کې ۱۰ نوي وزیران مقرر کړل که څه هم دا لړۍ پیچيده وه او د سختو جنجالونو نه وروسته څو ورځې مخکې پاۍ ته ورسېده او ډاکټر عبدالله لخوا نه معریفي شوي وزیران ېې قبول کړل،

بشیر احمد تینج د کار او ټولنيزو چارو وزير. نصیر احمد غوریانی د سوداګرۍ او صنایع وزير. قدرت الله ذکی ترانسپورت وزير. معصومه خاوری دمخابراتو او معلوماتي ټينالوجۍ وزيره. انورالحق احدی د کرنۍ او اوبو لګلولو او مالدارۍ وزير. محب الله صمیم وزیر اقوام او قبایلو وزير. فضل احمد معنوی د عدلیې وزير. نور رحمان اخلاقی د کډوالو او بيا راستنيدونکو چارو وزير. عباس بصیر د لوړو زده کړو وزير. سید سعادت منصور نادری د سولي نوماند وزير په توګه معرفي کړل.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button