افغان کډوال

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان: د فرشته سدید نیول د کډوالو له حقونو څرګند سرغړاوی دی

اړوند خبرونه:

عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي

علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري

ملګري ملتونه: تېرو ۲ورځو کې نږدې ۹زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د افغان خبریال فرشته سدید چې په پاکستان کې اوسېږي د فوری خوشې کولو غوښتنه کړې او د دې هېواد پولیسو له خوا د هغې نیول یې د کډوالو د حقونو څرګنده نقض ګڼلې ده.

دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ، د حمل ۲۶مه نېټه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان پولیسو ورته اقدامات د نورو افغان خبریالانو، په ځانګړي ډول هغو کسانو لپاره چې د طالبانو د تهدیدونو له امله پاکستان ته پناه وړې ده، ډېر د اندېښنې وړ دي.

د اعلامیې پر اساس، دا ډول چلند د بشري حقونو اصول او د مطبوعاتو آزادي کمزوري کوي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي په خبرو کې ټینګار کړی چې د خبریالانو ستونزو ته په دریمو هېوادونو کې باید ژر تر ژره رسیدګي وشي.

هغه وویل: «په ایران او پاکستان کې د خبریالانو وضعیت ډېر خراب دی. خبریالان نیول کېږي او حتی په دې حال کې دي چې بېرته افغانستان ته ولېږل شي. دا وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. پرون هم یوه ښځینه خبریاله په پاکستان کې نیول شوې وه، او تر دې دمه، سره له دې چې زموږ همکاران هڅه کوي، هغې خپلې کورنۍ ته بېرته نه ده ورغلې. له همدې امله موږ د کمپاین هڅې هم پیل کړې دي.»

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د پاکستان له چارواکو غوښتي چې له افغان کډوالو، په ځانګړي ډول خبریالانو، سره د نړیوالو معیارونو او د بشري حقونو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button