کورني خبرونه

د افغانستان د يو ميليارد ډالرو مرستې څخه يواځی درېيمه برخه اخیستی شی

 افغانستان  افغانستان

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د يو ميليارد ډالرو اعلان شوې مرستې يواځی درېيمه برخه اخیستلی شی د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش افغانستان کې  بشري ناورین وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه یې هم کړې چې نړۍ دې له افغانستان سره د مرستې وکړی

انتونیو ګوتېرش ویلي افغانستان په نړۍ کې په یوه بشري ناورین بدلېدونکی دی. بل اړخ  ملګري ملتونه وايي د هغو مرستو له درېیمې برخې هم کمې مرستې واخیستل شی  چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره اعلان شوې دا په تېرو څو ورځو کې څوم ځل دی چې نړيوال بنسټونه او د بشري مرستو رسوونکي د بشري ناورین افغانستان  په اړه خبرداری ورکوي نوموړی ګوتېرش په ټویټري پیغام کې لیکلی د ژمې نژدې کېدو  چې ستونزه  د وخت ده او په کار ده چې له ژمي وړاندې د خلکو د ژوند  حفاظت لپاره  ژر تر ژره همکاری وشی

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي د  نړۍ نه غوښتی چی مرسته وکړی  د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ دې وکړي او اړمنو خلکو سره د مرستو لپاره دې مالي ملاتړ وکړي د نوموړي له دې خبرداري سره هم مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما  ویلي افغانستان سره   هغه مرستې وشی چې دوی سره ژمنه شوی پر ټوېټر دې پيغام کې خپور شوی  چې ملګرو ملتونو یواځی  په تېر سپتمبر میاشت کې له درې میلیونه څخه  زیاتو افغانانو سره د خوړو مرسته کړې

یوناما ویلي تېره میاشت یې د بشري مرستو لپاره د ۶۰۶ ملیونه ډالرو غوښتنه کړې خو مرستندویانو د یو ملیارد ډالرو ژمنه وکړه خو له دې ډلې تر اوسه له درې سوه ملیونو ډالرو هم کمې مرستې رسېدلي  یوناما د دې ټویټري پيغام په پای کې  نړۍ ته ویلی چې راویښ شی

افغانستان چې یو غرنی هېواد دی د ژمي موسم د واورو او سړۍ هوا له امله د یو زیات شمیر سیمو لارې بندیږي او مرستو رسول تر بل هر وخته ډېر ستونزمن وي ژمي موسم کې  کارونه ډېر کمېږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button