Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

د افغانستان د ځينو مخکینیو چارواکو له شتمنیو د پردې پورته کول

وال سټریټ ژورنال په یوه رپوټ کې لیکلي چې د پخواني حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي چې له هېواده بهر ژوند کوي، ښکلي او د مېلیوني ډالرو کورونه لري. د دغه رپوټ له مخې حمدالله محب، عطا محمد نور، اکلیل حکیمي، خالد پاینده او مصطفی مستور د مېلیونونو ډالرو په ارزښت متحده ایالتونو او دوبۍ کې کورونه پېرلي دي. راپور زیاتوي، چې یوازې د پخواني حکومت د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په متحده ایالتونو کې د لس مېلیونه ډالرو په ارزښت لس کورونه پېرلي دي.

د وال سټرېټ ژورنال د رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«ځيني هغه چارواکي چې د مخکیني ولسمشر اشرف غني د حکومت په دوره کې یې چې په ۲۱۰۴ کال کې پېل شوه، لوړ پستونه لرل، اوس د کالیفورنیا په سواحلو کې په لوکسو کورونو کې ژوند کوي. مخینه او مرکې ښيي،چې له هېواد نه بهر ځيني پخواني افغان چارواکي او قانون جوړوونکي په لویو اروپايي ښارونو، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې ژوند کوي

رپوټ وایي، چې یوازې د مخکیني حکومت د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په امریکا متحده ایالتونو کې لږ تر لږه لس جایدادونه لري. هغه دغه کورونه په تېرو کلونوکې په ځانګړي توګه کله چې یې د مالیې وزارت مسوولیت پرغاړه درلود پېرلي دي.

د دغه رپوټ لیکونکی ویلي،چې دا یوه وړه برخه ده،چې ده د دغه رپوټ په جوړولو کې ورته لاسرسی موندلی دی. که څه هم  د مخکیني حکومت هغو چارواکو چې په دغه رپوټ کې یې نومونه اخیستل شوي دي، تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو خالد پاینده په یوه اعتراضي لیک د ځان په تړاو د دې ورځپاڼې معلومات ناسم بللي دي.

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

نور یی ولوله | ستانکزی: زده کړې او د ماشومانو روغتیا د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي

د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر په دې باور دی،چې د مخکیني حکومت د چارواکو دغه کار د افغانستان د خلکو پروړاندې ښکاره ظلم دی. د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«که چېرې دوی ده سزا ورکړل شي او محکمه شي او د بیت المال پیسې له هغوی بېرته واخیستل شي، په یقین چې نور پند او عبرت اخليپه داسې حال کې د ملیونونو  ډالرو په ارزښت د مخکیني حکومت د چارواکو د کورونو او جایدادونو رپوټ ورکول کیږي،چې د شمېرو له مخې اوسمهال تر نوي سلنه زیات افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې وضعیت سره مخ دي او میلیونونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button