کورني خبرونه

د افغانستان راتلونکی اقتصاد سقوط حالت کی دی

 افغانستان افغانستان

ملګرو ملتونو يو ځل بیا د افغانستان د اقتصاد د سقوط د احتمال په باره خبرداری ورکړی . د ضرورت توکو د بيو لوړوالی بې کارۍ او د پېسو کمبود حالت نور هم خراب کړی دی د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس د طالبانو له حاکمیدو وروسته  د افغانستان اقتصاد سقوط کيدو ته نژدې شوی دی.

د خوراک د نړيوال پروګرام (ډبليو اف پي) د افغانستان له پاره خاص استازې ماري ـ ايلن مکګرورتي د چهارشنبې په ورځ وويل چې ډېرې بې وزلۍ، د بيو لوړوالي، د شتمنيو کنګل کيدو او د پراختيايي همکاری یندیدو دغه هيواد د نغدو پېسو د يوې سختی  ستونزې سره مخ کړی  نوموړې خبرداری ورکړی چې ښايي يوازې څو اونۍ وروسته د افغانستان اقتصاد سره وپاشل شي

article 12

 نوموړی  زیاته کړه له يوې خوا وچکالي او د ژمي را رسيدل او له بلې خوا د ضرورت او د سون توکو د بيو لوړوالي حالت  نور هم خراب کړی دی . اروپايي  ټولنې د افغانستان د اقتصادي سیستم د ویجاړېدو خبرداری ورکړ مک ګرورتي روښانه کړه خلک به د خوړو او د سون توکو د امکاناتو په برابرولو کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ شي زه له ډېرې مودې رادیخوا د خوراک له نړيوال پروګرام سره کار کوم خو دا لومړی ځل دی چې وينم چې يو بحران په دومره چټکې سره د پراخیدو په حال کې دی

ا هم ولولئ | افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو په اړه د ملګري ملتونه څیړنه

په اګست مياشت کې  د طالبانو حاکم کیدو رادیخوا افغانستان اقتصادي وضیعت ورځ په ورځ مخ پر خرابيدو دی. د افغانستان يو په دريمه برخه نفوس د لوږې له خطر سره مخ دی که څه هم چې یو شمیر هيوادونو د ملګرو ملتونو په کوربتوب يوه کنفرانس کې له افغانستان سره تر يو ميليارد ډالرو ډېرو پېسو بشري همکاری ژمنه کړې خو ظاهراً د دې ژمنې د عملي کولو په برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي. نړيوال نه غواړي چې د مرستې پېسې يې د طالبانو لاسو ته ولوېږي که نړیوال وضع شوی قوانین باندی طالبان عمل وکړی نو نړیوال به یی په رسمیت وپیژنی او نړیواله به وعده عمل وکړی

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button