افغانستان

د افغانستان زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې د عملیاتو پای

اړوند خبر: 

شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمېره ۸۳۸ ته ورسېده

د افغانستان د شمال په زلزله ځپلو سیمو کې چارواکو د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي دي.

د دې زلزلې له امله یې لږ تر لږه ۲۷ تنه مړه او ۹۵۶ تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د سره میاشت ټولنې په وینا، تر زرو زیات کورونه په دې زلزله کې وران شوي دي.

زلزله د دوشنبې په سهار د سیمې په وخت شاوخوا د ۱ بجې (د یکشنبې په ۲۰:۳۰ GMT) د افغانستان په شمالي ولایتونو، لکه بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان او کندوز کې زیاته احساس شوه.

ډېری مرګ‌ژوبله په سمنګان او بلخ ولایتونو کې ثبت شوې ده. د افغانستان سره میاشت ټولنې ویلي چې دا زلزله د «درنو بشري تلفاتو او سترو مالي زیانونو» سبب شوې او ټولټال یې ۱٬۰۳۷ کورونه زیانمن کړي دي.

د لټون او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي، خو بیړنۍ مرستندویې چارې لا هم روانې دي.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د ادارې په وینا، د دې زلزلې مرکز د مزارشریف ښار ته نژدې د مځکې له سطحې ۲۸ کیلومتره (۱۷.۴ میله) لاندې و.

د ولایتونو له مخې د تلفاتو شمېر داسې دی:

سمنګان: ۱۳ تنه مړه او ۴۱۸ ټپیان

بلخ: ۱۲ تنه مړه او ۴۳۵ ټپیان

بغلان: ۱ تن مړ او ۱۹ ټپیان

کندوز: ۶۵ ټپیان

جوزجان: ۳ ټپیان

سرپل: ۱ مړی او ۱۶ ټپیان

د عامې روغتیا وزارت تایید کړې چې ټپیان د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button