د افغانستان فوتسال لوبډله نن له پرتګال سره نیمه پایلوبه کوي

د افغانستان فوتسال لوبډله د ډاکار د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو المپیک سیالیو په نیمه پایلوبه کې نن له پرتګال سره مخ کېږي. لوبه د افغانستان په وخت ۳:۳۰ بجې پیلېږي.
د افغانستان له ۱۸ کلنو کمعمره ملي لوبډله نن، د نومبر پر ۹مه، د ځوانانو د المپیک سیالیو په نیمه پایلوبه کې د پرتګال پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.
دغه سیالۍ د سېنېګال په کوربهتوب د ډاکار په ښار کې روانې دي.
د افغانستان فوتسال لوبډله به د ډاکار ارینا په لوبغالي کې د پرتګال پر وړاندې ولوبېږي. ټاکل شوې لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین ۳:۳۰ بجې پیل شي.
د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د سرو زرو مډال لپاره پایلوبې ته لاره پیدا کړي.
فوتسال لوبډله څنګه نیمه پایلوبې ته ورسېده؟
افغانستان د سیالیو په ګروپي پړاو کې درې لوبې ترسره کړې چې دوه یې وګټلې او یوه یې وبایلله.
افغان لوبغاړو د نومبر پر دویمه په خپله لومړۍ لوبه کې پاناما ته د صفر پر وړاندې د پنځو ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
په دویمه لوبه کې افغانستان د ارجنټاین پر وړاندې میدان ته ښکته شو، خو له نږدې سیالۍ وروسته یې د دوو پر یوه ګول ماتې وخوړه.
د نومبر پر اوومه افغان لوبډلې د کوربه هېواد سېنېګال پر وړاندې مهمه بریا ترلاسه کړه.
افغانستان په دې لوبه کې سېنېګال ته شپږ پر صفر ماتې ورکړه او د ګروپ له دویم مقام څخه نیمه پایلوبې ته ووت.
په درېیو ګروپي لوبو کې افغان لوبغاړو ټولټال ۱۲ ګولونه ووهل او یوازې دوه ګولونه یې وخوړل.
پرتګال له درېیو بریاوو سره نیمه پایلوبې ته رسېدلی
پرتګال هم د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې ښه فعالیت کړی دی.
د پرتګال لوبډلې په خپلو درېیو لوبو کې مراکش، سلیمان ټاپوګانو او پاراګوای ته ماتې ورکړې ده.
پرتګال د خپل ګروپ په لومړي مقام کې نیمه پایلوبې ته رسېدلی، په داسې حال کې چې افغانستان په خپل ګروپ کې دویم ځای خپل کړی دی.
د افغانستان فوتسال لوبډله به په دې سیالۍ کې د داسې حریف پر وړاندې ولوبېږي چې تر اوسه یې په روانو سیالیو کې ماتې نه ده خوړلې.
د سیالیو بله نیمه پایلوبه به د ارجنټاین او مراکش ترمنځ ترسره شي.
ټاکل شوې د نارینهوو د فوتسال پایلوبه او د برونزو مډال سیالي د نومبر پر ۱۲مه ترسره شي.
که د افغانستان فوتسال لوبډله پرتګال ته ماتې ورکړي، د سرو زرو مډال لپاره به پایلوبې ته ورسېږي.



