نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د افغانستان لپاره امریکايي شارژدافیره: راستانه شوي کډوال مرستو ته اړتیا لري

کیرن ډیکر وايي چې افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال مرستو، سرپناه او نورو لاسنیویو ته اړتیا لري

راپورونه وايي چې افغانستان ته اکثره راستانه شوي کډوال د سرپناه، خوړو، درملنې او د ژوند نور لومړني سهولتونه نه لري او له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

طالبانو هم له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ټولنو بار، بار غوښتي چې له راستانه شوو کډوالو سره مرستې وکړي او دغه بحران ورسره مدیریت کړي.

د کډوالۍ عالي کمیشنري له کډوالو سره مرستې کوي

د افغانستان له پاره د امریکا سفارت شارژدافیرې، کیرن ډېکر د سه شنبې په ورځ د (لړم ۳۰مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، خوښه ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان هره ورځ زرګونه ستنو شویو افغانانو سره د خوړو، سرپناه او روغتیا په برخه کې مرستې کوي.

نور ولولئ: انجلینا جولي: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنه بشري ناورین دی

نور ولولئ: هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل

همدارنګه اغلې ډېکر لیکلي چې افغانستان ته ستانه شوي افغانان خوندي سرپناه، درناوي او خوندیتوب ته اړتیا لري.

اغلې ډېکر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري په تورخم او سپین بولدک کې له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو له پاره د روغتیايي خدمتونو تر څنګ د لنډمهالې سرپناه او نغدي مرستې هم کوي.

د طالبانو له لوري د رسمي اعلان شویو شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې له درې لکه زیات افغان کډوال له پاکستانه، هیواد ته ستانه شوي دي. خو تازه شمېرې له پاکستانه افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر د څلور لکو شاوخوا ښيي.

پاکستان په پېښور او نورو ښارونو کې افغان کډوال نیسي

تازه راپورونه دادي چې په پېښور او نورو ښارونو کې د پاکستان امنیتي دستګاه ګڼ افغان کډوال نیولي او ځینې نور یې د پولیسو له ویرې له کورونو نشي وتلی. دغه کډوال وايي چې دوی ته په وار، وار د وتلو خبر ورکړی دی او ورته وايي چې د پاکستان ښارونه باید پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.

د راپورنو له مخې هغو کډوالو ته چې هلته کاروبار یا دوکانونه لري، هم د وتلو خبرداری ورکړل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تقریبا ۵۰ ورځې وړاندې اسلام اباد افغان کډوالو ته وویل چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي. ددې تر څنګ له ستانه شوو کډوالو پاکستانیو پولیسو نغدې پیسې او جایدادونه هم ګرځولي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button