نړیوال خبرونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي سره د طالبانو پرله پسې مخالفت

دا څووم ځل دی چې طالبان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي له ټاکلو سره مخالفت کوي

کله چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان لپاره د ځانګړې استازي د ټاکلو اعلان وکړ، نو لومړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، بیا دوه ځلې ددوی ویاند ذبیح الله مجاهد یې پر وړاندې مخالفت څرګند کړ او ویې ویل چې په اوسنیو شرایطو کې د ځانګړې استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

د طالبانو حکومت وايي چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د راروانې غونډې د جزییاتو له ترلاسه کولو وروسته به په دې غونډه کې د ګډون پرېکړه وکړي.

د افغانستان لپاره پر ځانګړې استازي د دوحې په غونډه کې بحث

د طالبانو حکومت یوځل بیا د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره چې په پام کې ده د دوحې په غونډه کې بحث پرې وشی خپل مخالفت څرګند کړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون پر ایکس شبکې ولیکل چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون په دې اړه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په کتنه کې خبرې وکړې.

د بلخي په وینا په دې کتنه کې د دوحې د غونډې په اړه مفصلې خبرې وشوې.

نور ولولئ: حامد کرزی: طالبان دې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوم ساتلو هڅه وکړي

نور ولولئ:ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

نور ولولئ: د م.م امنیت شورا د افغانستان لپاره د غونډې په ترڅ کې نوی استازی ټاکي

بلخي وايي، متقي د دوحې د غونډې د بریالیتوب لپاره هیله څرګنده کړه، خو ټینګار یې کړی چې اوسني وضعیت ته په پام سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو ته کوم موجه دلیل نه شته.

un
ملګري ملتونه

د دوحه په غونډه کې د طالبانو پر ګډون اجماع

سینیرلي اوغلو ویلي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د حکومت د ګډون په اړه د ټولو ګډونوالو ترمنځ اجماع رامنځته شوې او ملګري ملتونه هیله لري چې د طالبانو یو جګپوړی پلاوی به په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د بلخي په وینا، متقي په ځواب کې ویلي چې د طالبانو حکومت به د دوحې د غونډې د څرنګوالي، اجنډا او ګډونوالو په اړه د مفصلو جزییاتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړي چې ګډون په‌کې کوي که نه.

د متقي او سینیرلي اوغلو له کتنې دوه ورځې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا له متقي سره وکتل او د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه یې ورکړه.

mujahid (1)
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډسمبر په ۲۹مه په ۲۷۲۱م نمبر پرېکړه لیک کې پر نورو مسایلو سربېره سرمنشي انټونیو ګوټېریش ته دنده وسپارله چې د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وګوماري خو طالبانو هغه مهال وویل چې د داسې یوه استازي ټاکلو ته اړتیا نه شته.

په عین حال کې طلوع نیوز تلوېزیوني چینل بیګا د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارل د ملګرو ملتونو له قوانینو سره په ټکر کې دي.

یو شمېر افغان سیاستوالو له هغې ډلې پخواني ولسمشر حامدکرزي د امنیت شورا د دې پرېکړې هرکلی کړی وو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button