Uncategorized

د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ګډونوال څوک دي

 افغانستان  افغانستان

کابل کې د روسیې سفارت ویلي چې عبدالله عبدالله او حامد کرزی د هغو کسانو په لست کې نه دی چې د مسکو غونډې ته بلنه ورکړل شوې دا غونډه د راتلونکې چارشنبې په ورځ جوړیږي او د هندوستان په ګډون د سیمې د څو هېوادونو او د طالبانو استازي هم په کې برخه اخلی 

کابل کې د روسیې سفارت په یوه ټویټ کې ویلي د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبد الله عبدالله چې لا هم کابل او ځان د سولې عالي شورا مشر بولي د هغو کسانو په لست کې نه دي شامل چې د مسکو غونډې ته وربلل شوي دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې یوې خصوصي تلویزوني شبکې ډاکټر عبدالله ته د نژدي کسانو ویلي وو چې دغه دواړه شخصیتونه به په دې ناسته کې ګډون وکړي خو په خپله ښاغلي عبدالله او ښاغلي کرزي تراوسه په اړه  څه نه دي  ویلی

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې لیکلی چې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي  خو  موضوع یی په ډاګه کړی نده  پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي   چې د نړیوالو له   اړخ طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندل.په کور دننه مشروعیت ته  ضرورت لری د هندوستان حکومت هم اعلان کړی چې خپل یو پلاوی به د  افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون ته ولیږی

 یاده دې وي چې دې ناستې ته د پاکستان ، چین او ایران په ګډون د ۱۱ نورو هېوادونو استازي هم وربلل  شوی  مسکو تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو د غونډو کوربتوب کړی چې په کې ډاکټر عبدالله عبدالله، حامد کرزي او ګڼو نورو سیاسي څېرو د طالبانو سره په خوا کې ګډون کړی

د روان کال مارچ میاشت کې مسکو کې د ترویکا غونډې ګډونوالو هېوادونو روسیې ، چین ، امریکا او پاکستان ویلي وو چې افغانستان کې د اسلامي امارت بیا رامنځته کېدل نه غواړي 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button