د افغانستان په پاسپورټ لا هم ځينې هېوادونو ته پرته له ويزو سفر کولی شی

د افغانستان په پاسپورټ لا هم ځينې هېوادونو ته پرته له ويزو سفر کولی شی د هینلي پاسپورټ د تازه درجه بندۍ په اساس د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ دی، چې په دغه لیسټ کې تر ټولو وروستی مقام یا ۱۱۶م مقام لري.
د هېنلي پاسپورټ انډيکس په وېنا، افغانان کولاى شي چې ٢٦ هېوادونو ته پرته له وېزې سفر وکړي، خو د معلوماتو تر مخې، دا هېوادونه بيا وېشل شوي دي، ځکه ځينې هېوادونو ته د وېزې اړتيا نشته او ځينې هېوادونه بيا په هوايي مېدان يا هم په سرحد کې افغانانو ته وېزې ورکوي.په دې لړ کې مو ستاسې لپاره د هغه هېوادونو نومونه راغونډ کړي دي، چې يا ورته پرته له وېزې سفر کولاى شئ،
او يا انلاين وېزه ورکوي او يا هم هلته په وررسېدو سره ستاسې په پاسپورټ وېزه لګوي او تاسې په دغه هېواد کې پاتې کېداى شئ.هغه هېوادونه چې افغانان ورته دا اړتيا نه لري وېزه يې ترلاسه کړي او پرته له وېزې ورته سفر کولاى شي، په لاندې ډول دي:Dominica, Haiti, Micronesia, Saint Vincent and the Grenadines
هغه هېوادونه چې افغانان اړتيا نه لري د وېزې لپاره يې سفارت يا کونسلګريو ته ورشي، بلکې په انلاين بڼه چې وېزې ته اپلايي وکړي، نو ډېر ژر ورته وېزه ورکول کېږي، په لاندې ډول دي:Benin, Cote d’lvoire, Djibouti, Ethiopia, Gabon, Guinea, Guinea-Bissau, Kyrgyzstan, Lesotho, Madagascar, Qatar, Rwanda, Saint Kitts and Nevis, Sao Tome and Principe, Suriname, Uganda, Zambia, Zimbabwe
همدا راز يو شمېر هېوادونه چې افغانانو ته په سرحد يا هوايي مېدان کې وېزه ورکوي او د دغه هېوادونو د وېزې لپاره نه له مخکې څخه څه اړتيا شته، نه هم په انلاين بڼه ورته د اپلايي کولو ضرورت شته، بلکې کله چې د دغه هېواد سرحد يا هم په هوايي مېدان کې کوز شوئ، نو هماغلته درته وېزه درکوي.Antiqua and Barbuda, Cape Verde, Comoros, Maldives, Mauritania, Mozambique, Palau, Somalia, Timor-Leste, Togo, Tuvalu,
دوه نور هېوادونه بيا داسې دي، چې هلته ورتګ ته هم وېزې ته هېڅ اړتيا نشته دى، بلکې کله چې د دغه هېوادونو سرحد يا هوايي مېدان ته ورسېږئ، نو هغوى درته بيا د پاتې کېدو لپاره يو پرمټ درکوي چې په هغې باندې په دغه هېوادونو کې پاتې کېداى شئ. Samoa, Seychelles
د يادولو وړ ده چې پورته ياد هېوادونو کې افغانان له ٧ ورځو څخه نيولې بيا تر ٣ مياشتو پورې وخت تېرولى شي او د زيات وخت تېرولو لپاره اړتيا لري چې بيا اړونده مراجعو سره اړيکه کې شي.او خپل نور وخت لپاره ځانته زمینه برابره کړی.