لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د افغانستان څلورغوره لوبغاړي څوک دي؟

د نړیوال کرکټ مجلې د روانې، يعنې ٢٠٢٠مې لسيزې لپاره غوره لوبغاړي خوښ کړي ، چې په اینده١٠ کلونو کې به دا پلیران په نړيواله کچه لاسته راوړنې لري،په دغه لست کې ۴ افغان لوبغاړي هم شامل دي،

یاد پليران د ١٥ روزونکو، لوبغاړو، شنونکو او کرکټ پوهانو له نظرونو سره سم انتخاب شوي دي. په دې لوبغاړو کې د افغانستان نور احمد، ابراهيم ځدراڼ، رحمان الله ګربز او قېس احمد شامل دي.

لومرۍ به د ١٥ کلن چپ لاسى ورو توپ اچونکى نور احمد باده وکړو چې د افغانستان ١٩ کلنې کم عمره ځوانانو لوبډلې کې لوبېدلى دى، هغه مهال نوموړى ١٤ کلن و. نوموړي په خپله دويمه لوبه کې د ٣٠ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځولي و، همدا راز په ٢٠١٩ کال کې د شپږيزې کرکټ ليګ د مس عينک اتلانو لوبډلې لپاره هم لوبېدلى و.د نور احمد د خوښې لوبغاړى راشد خان دى او هغه غواړي چې د نړۍ غوره توپ اچوونکى شي. د نور احمد د خوښې لوبه بيا د افغانستان او پاکستان ١٩ کلنو ځوانانو ترمنځ د ٢٠٢٠ ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام لوبه وه، چې نوموړي پکې د ٣٢ منډو په بدل کې ٢ لوبغاړي سوځولي و.د افغانستان کرکټ ډايريکټر انډي مولز د هغه په اړه وايي، چې نور احمد يو لوبه ګټونکى لوبغاړى دى، په ځانګړې توګه هغه په ميډل اورونو کې ويکټې اخلي چې دا ډېرې مهمې دي.

بیا ١٨ کلن ابراهيم ځدراڼ چې د افغانستان يو تکړه توپوهونکى، بلکې هيټر دى، د هغه د توپوهنې تخنيک هغه لا پياوړى توپوهونکى ثابتوي. نوموړي دوه ځلې د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې ګډون کړى دى او همدا راز د بنګله دېش پر وړاندې يې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه هم تېر کال ترسره کړه، چې ٨٧ منډې يې وکړې او د افغانستان په بريا کې يې برخه واخيسته. ابراهيم ځدراڼ بيا په کرکټ کې خپل اتل خپل تره نور علي ځدراڼ ګڼي.

١٨ کلن رحمان الله ګربز دا وړتيا لري چې په ٣٦٠ درجه توپوهنه وکړي، هغه په ځانګړې توګه د شل اوريزو لوبو لپاره جوړ لوبغاړى دى. تېر کال نوموړي د ويسټ انډيز پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، همدا راز د بنګله دېش پريمئير ليګ کې نوموړي په ١٨ توپونو باندې پنځوسيزه ووهله.رحمان الله ګربز په لوبغاړو اې بي ډيويليرز د خپلې خوښې لوبغاړى ګڼي،

١٩ کلن قېس احمد چې ليګ سپينر دى، هغه د نړۍ په بېلا بېلو تجارتي ليګونو کې ځان ثابت کړى دى چې څومره ښه او غوره توپ اچوونکى دى، همدا راز د ايرلېنډ پر وړاندې په خپله لومړۍ شل اوريزه لوبه کې، چې د روان کال په مارچ کې ترسره شوه، نوموړي د ٢٥ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول.هغه د خپلې خوښې لوبغاړى ويراټ کوهلي ګڼي او دا يې هيله ده چې د افغانستان لپاره په ټولو بڼو کرکټ لوبو کې ولوبېږي.

د يادولو وړ ده چې د کرکټ مجلې په دغه ليکنه کې د نورو هېوادونو ١٦ لوبغاړي هم غوره شوي دي، چې دا لوبغاړي يې د روانې لسيزې راتلونکي غوره لوبغاړي ګڼلي دي، خو موږ له دې برخې څخه يوازې د افغانستان دغه څلور لوبغاړي راواخيستل.

د افغانتستان کرکټ بورډ ته هم پکار دي چې یاد لوبغاړي باید وستايي ترڅو دغه لوبغاري د افغانستان لپاره نور ویاړونه هم راوړي ځکه که مونږ اوګورو دغه لوبغاړو د پخوا نه هم پرفامنس خه وو نو باید په ټولو ټورنمنټونو کې ولوبول شي،او د افغانستان لپاره د لا ویاړ سبب وګرزي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button