نړیوال خبرونه

د افغانستان کابینې د کرنطین کې د کمېدو طرحه تصویب کړه

پرون دوشنبه د کابینې غونډه وشوه.په دغې غونډې کې په تدريجي ډول د کرنټين کمولو طرحه، چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولومرستیال وړاندې کړه، او دغه طرحه د کابينې لخواتصويب هم شوه.

د ولسمشرۍ مانړۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کابينې د روغتیا وزارت ته وظیفه ورکړه چې له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ، ياده طرحه په دريو ورځو کې د عنوان، د بيا کتنې مراحلو او د مراحلو په محتوياتو کې د وضاحت او د کابينې د نورو غړو اصلاحي نظرياتو ته په پام تصحيح او همدا راز د عمل او عامه پوهاوي پلانونه ترتيب او د کورونا ويروس د خپرېدو مخنيوي اضطراري کمېټې د فوق العاده غونډې تر تاييد وروسته راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

یاده غونډه چې د ولسمشر غني په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د کورونا ويروس د مخنيوي په چارو بحث وشو او د ستونزو او د مشکلاتو د ژر حلولو په اړه اړوندو ادارو ته وظیفې ورکړۍ شوې

د کابینې غونډه په انلاین بڼه وشوه او وزیرانو ترڅنګ د بازې ولایتونو والیان هم شریک ول هغوي ته هم په اړوندو چارو کې لارښوونې وشوې دا هم باید یاده کړو چې په دغه غونډه کې د وزیرانو ترځنګ نور دولتي لوړ پوري چارواکې هم موجود د دغو چارواکو نظریات هم واوریدل شول.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د پلازمېنې کابل په شمول ولایاتوکې د دوو میاشتو راهیسې کرنطین وو او عام وګړو نشو کولۍ چې بغیر له ضرورته بیرن په بازارکې وګرزي د ګرزنبندیز تر څنګ دولتي ادارات هم ټول رخصت ول او دولتې مامورین ټول په کورونو کې کرنطین شوي وو.

اوسمهال د دغې نوې طرحې له مخې به دولتي ادارات شفټوار کارونو ته ادامه ورکوي او کزنطین په تدریجي ډول باید ختم شي.دغه طرخه دې لپاره جوړه او تصویب شوه چې عام وګړونشوکولۍ چې خپله د ورځې مزدوري وکړي او د هیواد اقتصاد مخ په خرابیدو وو نو اوس به د دې طرحې له مخې په تدریجي ډول خلاص ضي او د هیواد اقتصاد مخ په خه کیدو شي.

دا هم باید یاده کړو چې افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمیر له ۱۵ زرو اووښتۍ او په تیرو ۲۴ ساعتو کې هم ګڼ شمیر هیوادوال په دغه ناروغۍ اخته شوي دي او دغه لړۍ ال هم دوام لري مونږ ټولو هیوادوالو ته پکار دي چې کرونا جدي ونیسو او د داکټرانو په توسعو باندې عمل وکړو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button