لوبېلوبې خبرونه

د افغان نجونو ځلېدنه؛ ذکیه خدادادي د اروپا د پاراټکواندو په سیالیو کې اتله شوه

ذکیه خدادادي هغه لوبغاړي ده چې د پاراټکواندو په سیالیو کې یې د زرو مډال خپل کړ

ذکیه خدادادي هغه افغانه لوبغاړې ده، چې د اروپا د پاراټکواندو په سیالیو کې اتله شوه.

هغې د هالنډ په روټردام کې د اتلولۍ له ګټلو وروسته اوښکې تویولې او افغان مېرمنو ته یې د یوه پیغام له لارې خپل مډال ډالۍ کړ.

اغلې خدادادي د ترکيې د ټکواندو دوو لوبغاړو او د اوکراين يوې لوبغاړې ته په ماتې ورکولو سره د منفي ٤٧ کيلوګرامو په وزن کې د اروپا اتله شوه.

نور ولولئ: افغانستان په تکواندو کې په نړیواله کچه ۲۹ مقام خپل کړ

د ټکواندو افغانې لوبغاړې خدادادي لومړۍ لوبه د ترکیې له “بسرا امره” څخه د ۳۲-۲ په پرېکنده پایلې سره وګټله.

د هغې نور اتلولۍ

بیا هغې د اوکراین ویکټوریا مارچوک ته په ۹-۱۸ماتې ورکړه او د سیالۍ پایلوبې ته ورسېده.
په پایلوبه کې يې د ترکيې د ټکواندو له يوې بلې لوبغاړې “مورسيان ايکنسي” سره مخامخ شوه، که څه هم لوبه ٦-٦ برابره شوه. خو خدادادي د غوره سیالۍ په ترسره کولو او د څاروونکو (داورانو ) د رایو له امله دغه لوبه وګټله او د اروپا اتله شوه.

خدادادي ویلي: “د مډالونو او جایزو د وېش پر مهال مې ژړل. “ځکه چې زه کډواله یم، زما د هېواد بېرغ په سیالۍ کې نه و او نه هم د سیالۍ په تالار کې د افغانستان ملي سرود وغږول شو.”

خدادادي پخوا هم ځلېدلي ده

نوموړې چې د افغانستان د پاراټکواندو د ملي لوبډلې پخوانۍ غړې ده، په بېلابېلو ملي او نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره ځلېدلې او څو مډالونه یې ګټلي دي.

خدادادي په خپل اېکس یا پخواني ټوېټر پاڼه کې د اروپا د سرو زرو مډال له ګټلو وروسته لیکلي: “زه د اروپا د اتلولۍ دغه د سرو زرو مډال د خپل هېواد، افغانستان ټولو زړورو نجونو او ښځو ته ډالۍ کوم.”

هغې د اېرج جنتي عطايي د یوه شعر په خپرولو سره زیاته کړې: ” هر څو دې چې په تبر ووهلم، ټپي نه شوم او غوټۍ شوم.”

نور ولولئ: د افغانستان تر ټولو مشهور سپورت

مېرمن خدادادي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د توکیو د پارالمپیک لوبو کې د ګډون په اړه شکمنه وه، بالاخره له حسین رسولي سره فرانسې ته ولاړه او د توکیو د المپیک د پای په جوړه شوې غونډه کې یې د افغانستان بېرغ پورته کړ.

هغه لومړنۍ افغانه ښځینه لوبغاړې ده، چې د پارا المپیک په سیالیو کې یې ونډه اخېستې ده.
ذکیه خدادادي چې په کیڼ لاس مشهوره ده، لا هم د فرانسې پاسپورت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې نجونې د طالبانو په حاکمیت کې په کورونو کې ناستې دي، خو بهرنیو هېوادونو کې یې خپله وړتیا ساتلي ده او په هر ډګر کې ځلېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button