هنر او ادب

د افغان ځوانانو ارکستر ډله په لندن کې کنسرت وړاندې کوي

دغه کنسرت به د افغان ځوانانو ارکستر ډلې لخوا سبا پنجشنه د سوتبینک هنري مرکز د ملکې الیزابیت په تالار کې ترسره شي

مخکې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د افغان ځوانانو ارکستر ډلې د ویزو غوښتنه رد کړي وه، خو وروسته یې بېرته خپله پخوانۍ پرېکړه واخیسته.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ بنسټګر ډاکتر احمد ناصر سرمست وايي، د برېتانيا د کورنيو چارو وزارت د لومړنۍ تمې برعکس د افغان ځوانانو د ارکستر د غړو لپاره د ويزې غوښتنه رد کړې وه او د هغوى هنري سفر یې له سختې ننګونې سره مخ کړ؛ مګر په ټولنیزو شبکو او لویو برېتانوي رسنیو کې د دې پرېکړې په خلاف د پراخو غبرګون وروسته د کورنیو چارو وزارت اړ شو چې په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

orchestra1
د افغان ځوانانو ارکستر ډله په لندن کې کنسرت وړاندې کوي

د افغانانو ځوانانو د ارکستر غړو ته د وېزو ورکړه

احمد ناصر سرمست وايي چې د افغان ځوانانو د ارکستر ټولو غړو ته د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت وېزې ورکړي دي.

د برېتانیې د پارلمان د کورنیو چارو د کمېټې مشرې ډیانا جانسن هم پرون په ایکس شبکه کې خوښي څرګنده کړه چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې په بیا کتنې سره سم کار کړی دی.

نور ولولئ: پکتیا کې هنرمندانو له اقتصادي ستونزو سره سره بیا هم هنري تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړې

نور ولولئ: پاکستان کې د افغان هنرمندانو نامعلوم برخلیک

نور ولولئ: لس هغه افغان هنر مندان چې تاسو یې باید واورئ

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستټیټیوټ بنسټ په ۲۰۱۰ کال په کابل کې د احمد ناصر سرمست لخوا کېښودل شو.

د افغان ځوانانو ارکستر ډلې د افغانستان د موسیقۍ هنر په غوړېدو کې د پام وړ کار وکړ او په یاد انسټیټوټ کې ګڼ پېغلې او ځوانان د موسیقۍ په برخه کې وروزل شول، خو کله چې په ۲۰۲۱ طالبان واک ته ورسېدل، دغه ډله مجبوره کړل شوه چې د یو شمېر نورو افغانانو په څېر افغانستان پرېږدي او نورو هېوادونو ته لاړ شي.

orchestra2
د افغان ځوانانو ارکستر ډله په لندن کې کنسرت وړاندې کوي

د ارکستر ډلې په مشهورو هېوادونو کې کنسرتونه ورکړي

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د کلاسیک موسیقۍ نړیوال ستوري ډینیل بارینبویم او یو یو ما د هغو کسانو په ډله کې دي چې له کابل څخه د دغو ځوانو افغان هنرمندانو په وتلو کې یې مرسته کړې ده.

ښاغلی سرمست وايي، له هغه وخت راهیسې چې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ هنرمندان د طالبانو له خوا له هېواده شړل شوي، دوی د سویس، فرانسې، ایټالیا او جرمني په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې کنسرتونه کړي او د دوی وروستی کنسرت هم د سویس په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې وشو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د افغانستان د خپلواکۍ بیا اخیستو سلمې کلیزې ته یې په زړه پورې نغمې او ملي ولولې هم ثبت کړي وې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button