سفر خبرونه

د افغان کرکټ ملي لوبډلې اوسنی کفتان امریکا کې افغان کډوالو ته مرستې ټولوي

د افغان کرکټ ملي لوبډلې کفتان حشمت شهیدي له څو ورځو راهیسې په امریکا کې افغان کډوالو ته د مرستو په راټولولو بوخت دی

دا مرستې هغو کډوالو ته راټولېږي چې د پاکستان د سرپرست حکومت له لوري یې په جبري توګه د ویستلو پرېکړه وشوه. دا کډوال په ډېرو سختو شرایطو کې دي او په افغانستان کې یې اکثره د سرپناه او د ژوند لومړنیو اړتیاوو لپاره کافي سهولتونه لري.

نور ولولئ: بالاخره د پاکستان ستره محکمه د افغانانو د ایستلو په اړه اعتراضونه اوري

د امریکا کالیفورنیا ایالت په سکرمنټو ښار کې د افغان کلتوري ټولنې په مشرۍ له ملي لوبډلمشر حشمت الله شهیدی سره یو ځای تازه بې کوره شویو هېوادوالو ته تقریباً شپاړس زره ډالره مرستې راغونډې شوې.

حشمت الله شهیدي پر بېلابېلو ایالتونو ګرځي

حشمت الله شهیدي د افغان کلتوري ټولنې د مشر عبدالنصیر یاسیني په کوربتوب په اریزونا او د کالیفورنیا په سټاکټن، لاس انجلس، هیورډ، سنټا کلاره او سکرمنټو ښارونو کې هغو هېوادوالو لپاره مرستې راغونډې کړلې چې تازه له پاکستانه افغانستان ته استول شوي وو.

تر دې دمه ټولې راټولې شوې مرستې یو لک ډالره پورې شوي چې کپتان حشمت شهیدې ته به وسپارل شي.

د افغان کډوالو په اړه د اسلام اباد پرېکړه

د پاکستان سرپرست حکومت د ۱.۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوالو پرېکړه هغه مهال وکړه چې په دې وروستیو کې د پاکستان پر پوځ او نورو نظامي دستګاوو سختې حملې وشوې او په دې هېواد کې امنیت د پام وړ خراب شوی دی.

پاکستان پر طالبانو نیوکه کوي چې دوی د پاکستان ضد ډلې ټي ټي پي ته په افغان خاوره کې ځای ورکړی، خو طالبانو بیا تل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان دې خپل کورني مشکل په خپله حل کړي او ددوی کورنۍ ستونزې په طالبانو پورې هېڅ اړه نه لري.

نور ولولئ:  امریکا پاکستان ته؛ د افغان کډوال ځورول ودروئ

د بشر حقوقو نړیوال سازمان او نورو ادارو څو ځلې راپورونه ورکړل چې پاکستان له افغان کډوالو سره د ټولو نړی‌والو قوانینو خلاف چلند کوي، د دوی شتمنۍ او نغده سرمایه غصب کوي او تش لاس یې په داسې حال کې افغانستان ته په جبري توګه استوني چې دلته په هېواد کې د سرپناه سهولتونه هم نه لري.

دوه ورځې وړاندې د تورخم په دروازه هغو ناروغانو ته هم اجازه نه وه ورکړل شوي چې د پاکستان وېزې یې نه درلودې. پر دې سربېره پاکستان له خپل پلان په شا شوی نه دی او وايي چې دا کډوال به خامخا له پاکستان ویستل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button