لوبې خبرونه

د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

افغان کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۳ کال کې ډېره ښه وځلېده او د تمې خلاف لاسته راوړنې یې لرلې

افغانستان او سري لنکا د تېر کال جون میاشتې راهیسې لږ تر لږه پنځه ځلې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې سره مخ شوي، د دې له منځه درې یې سري لنکا ګټلې خو په دوه نورو کې افغان لوبډله برلاسي وه.

افغانستان په تېر نړیوال جام کې هم د سري لنکا تر څنګ، پاکستان، انګلنډ او نیدرلنډز مات کړې وو.

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټېسټ لوبه کې له سري لنکا ماته وخوړه

افغان لوبډلې له دې مخکې وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه د هند په کوربه توب یو ورځني نړیوال جام کې د نومبر په لسمه د سویلي افریقا خلاف کړې وه او بایللې یې وه.

د سري لنکا لوبو ته کتنه

د افغانستان مقابلې لوبډلې سري لنکا بیا همدا تېره جنورۍ میاشت له زېمبابوې سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لرله او ګټلې یې وه.

cricket
د سري لنکا په کېنډي ښار له افغان ملي لوبډلې هرکلی

د مهالوېش له مخې د افغانستان او سري لنکا د درېیو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ پیلېږي، دویمه یې د فبرورۍ په ۱۱مه او وروستۍ هغه یې د فبرورۍ په ۱۴مه ده.

نور ولولئ: کرکټ؛ افغانستان عربي اماراتو ته دویمه ۲۰اوریزه لوبه وبایلله

نور ولولئ: تکواندو لوبډله اماراتو ته ورسېده او کرکټ لوبډله له سریلنکا سره سبا ټیسټ لوبه کوي

نور ولولئ: راتلونکې میاشت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبې

درې واړه لوبې د سري لنکا په کوربه توب په پېلېکلې لوبغالي کې پلان دي.

د افغانستان او سري لنکا وروستۍ نړیوالې لوبې

درې میاشتې کېږي چې افغانستان پنځوس اوریزه لوبې نه دي کړې، افغان خوا را روانې لوبې هم له پرلپسې ماتو وروسته پلان دي.

افغانستان تېره میاشت په هند کې له هند سره د ښو لوبو وروسته درې شل اوریزې او روانه اونۍ له سري لنکا څخه په سري لنکا کې له یوې ټسټ لوبې بایللو وروسته دا لوبلړۍ پیلوي.

cricket2
افغان لوبغاړی رحمن الله ګربر

خو دغې لوبډلې په تېر نړیوال جام کې د ښو لوبو له کبله ښه نوم پيدا کړ خو اوس یې بیا په یو ورځنیو لوبو کې امتحان دی.

په ټوله کې افغان لوبډلې په وروستیو پنځو پنځوس اوریزو لوبو کې درې ګټلې او دوه بایللې دي.

سري لنکا بیا پخپلو وروستیو پنځو لوبو کې دوه ګټلې، دوه یې بایللې او یوه یې د باران له کبله لغوه شوېده.

دې ته په کتو دواړو تله یو شان ده خو سري لنکا به له خپلو لوبغالو او کوربه توب هرو مرو ګټه اخلي.

بل خوا افغان لوبغاړي له بېلابېلو لیګونو، نویو تجربو او نړیوال جام کې له ښې کارکردګۍ څخه وروسته دې لوبلړۍ کې سره یو ځای شوي چې د ښو لوبو ډېره تمه ترې کیدای شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button