ژوندژوند او ټولنه

د افغان کډوال پرضد پاکستان پراخ عملیات پیل کړل

افغان کډوالو ته د ایښودل شوي ضرب الاجل پوره کېدو سره سم، پاکستان پراخ عملیات پیل کړي دي

دغه پیل شوي عملیات د پاکستان په ټولو ښارونو کې پیل شوي دي چې افغان کډوال نیول کېږي، شتمنۍ یې کنګل او افغانستان ته شړل کېږي.

د پاکستان حکومت له‌خوا ناقانونه کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل ختمېدو سره هم‌مهاله د اسلام اباد پولیسو په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناقانونه بهرنیانو اېستل پیل شوي دي.

بندیان کډوال هم لېږدول شوي

خبرپاڼه کې راغلي، چې تازه ۶۴ ناقانونه افغان کډوال چې د اسلام اباد په یوه زندان کې بندیان وو د پولیسو تر څارنې لاندې خپل هېواد ته د ستنېد لپاره ولېږدول شول.

د کراچۍ پوليس وايي، څلور افغانان يې نيولي چې د دوي په وینا د اوسېدو اسناد نه‌لري.

د کراچۍ صدر سیمه کې نيول شوي کسان يوه مرکز ته لېږدول شوي، چې له هغه ځایه به افغانستان ته واستول شي.

نور ولولئ:  طالبان: پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو ژوند تریخ کړی

نور ولولئ: له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو ضرب الاجل نږدې شوی، طالبان څومره تیاری لري؟

له بلې خوا پېښورکې د پوليسو يو افسر کاشف افتاب عباسي وايي، په بېلابېلو برخو کې ‏پولیس په پلټنو بوخت دي او ‘ناقانونه’ افغانانو لپاره يې درې مرکزونه جوړ کړي دي. هغه وايي، ناقانونه افغانان هڅوي چې پاکستان پرېږدي.

هغه زیاته کړې، په بېلابېلو سيمو کې د ‘ناقانونه‘ افغانانو نيولو او ځانګړو پنډغالو ته د لېږدولو لپاره یې په بشپړ ډول چمتوالی نېولی دی.

پنجاب ایالت کې یې هم پر ضد عملیات پیل کېږي

ورته مهال پنجاب کې بيا د پوليسو مشر ویلي، د نومبر له ‏درېیمې نيټې به د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو کار پيل کړي او دې لپاره یوه تګلاره هم جوړه شوې ده.

د پاکستان مرکزي حکومت بيا وايي، ټول هېواد کې يې د افغانانو په موقتي توګه د ساتلو لپاره ۴۹ پنډغالي جوړ کړي دي چې افغان کډوال به په کې د لڼډې مودې پاتې کېدو وروسته خپل هېواد ته ولېږدول شي.

همدغه تېره ورځ د پاکستان حکومت اعلان کړې و، چې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې به دغه عملیات سر له سبا د نومبر له دویمې نېټې پیل شي؛ خو ان د نومبر له لومړۍ نېټې وړاندې هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په بېلابېلو ښارونو کې روانه وه.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې اسلام اباد محلي ادارو ته بشپړ واک ورکړی چې افغان کډوال ونیسي، زنداني یې کړي او له هېواد یې وباسي چې د اسلام اباد دغه عمل له بشر حقوقو سرغړونه بلل شوي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button