ټکنالوجيځایی

د الکترونیکي تذکرو او پاسپورټ سېستمونو د نښلولو د هوکړې لاسلیک

الکترونیکي تذکرو او پاسپورټ سیسمتونه له دې وروسته له یوه او بل سره ونښول شي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست ترمنځ د الکترونیکي تذکرو  او پاسپورټ سېستمونو د نښلولو هوکړه لیک نن د تلې ۲۰مه لاسلیک شو.

په کورنیو چارو وزارت کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال نورجلال جلال او ورسره پلاوی او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس ډاکټر فقیرمحمد زیار او ورسره پلاوي ګډون کړی و.

نور ولولئ: په نړۍ کې ترټولو پیاوړی پاسپورټونه

د غونډه په پیل کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس ډاکټر فقیرمحمد زیار خوښي څرګنده کړه چې داسې غونډه کې ګډون لري چې د برېښنایي حکومتوالۍ په برخه کې مهم ګام دی او د دې هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره به د پاسپورټ غوښتونکو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

دا کار به د خلکو او مامورینو په ګټه وي

د ښاغلي زیار په وینا د احصایې او معلوماتو ملي اداره به د پاسپورټ اخیستونکو اړوند معلومات (نوم، تخلص، د زېږېدو ځای او تاریخ، جنسیت، شغل، د تذکرې ګڼه، لاسلیک او د غوښتونکي عکس) به د پاسپورټ عمومي ریاست ته په انلاین ډول د کړنو د تکرار او د وخت له ضایع کېدو د مخنیوي په موخه په واک کې ورکوي.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال نورجلال جلال مېلمنو ته د هرکلي ترڅنګ  وویل: د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ د الکترونیکي تذکرو معلوماتي سېستم د پاسپورټ عمومي ریاست له سېستم سره د نښلولو هوکړه لیک د جعل او تزویز د مخنیوي، د هېوادوالو د هویت د تثبیتولو د بهیر چټکتیا، معیاري کولو او د پاسپورټ په وېش کې د سرګردانۍ څخه د مخینوي په موخه لاسلیک کېږي.

نور ولولئ: افغان محصیلین: هند سفارت ته رجوع کو خو ویزه نه راکوي

د دې هوکړه لیک پر بنسټ د احصایې او معلوماتو ملي اداره مسولیت لري چې د الکترونیکي تذکرو معلوماتي سېستم د پاسپورټ عمومي ریاست له معلوماتي سېستم سره ونښلوي او د پاسپورټ د هغو غوښتونکو چې الکترونیکي تذکره ولري د هویت اړوند معلومات د پاسپورټ عمومي ریاست په واک کې ورکړي.

نور ګډې همکارۍ هم په کې شاملې دي

بل خوا د پاسپورټ عمومي ریاست هم مسولیت لري، چې د الکترونیکي تذکرې د معلوماتي سېستم د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس پاسپورټ صادر کړي او هغو غوښتونکي چې په شهرت کې یې بدلونونه ولیدل شي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته راجع کړي او په دې برخه کې د ځينو نورو هر اړخیزو همکاریو مسوولیت هم په غاړه لري.

د یادونې وړ ده چې دا هوکړه لیک په برېښنایي ډول د خدمتونو وړاندې کولو، د هېوادوالو  رضایت حاصلولو، د کړنو له تکرار او بروکراسۍ د مخنیوي او هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه لاسلیک شوی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button