ژوند او ټولنهنړیوال خبرونه

د اماراتو او سعودي۱۴۰ ټنه تازه بشري مرسته؛ طالبان وايي پر اړمنو افغانانو به ووېشل شي

متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د روژې میاشتې په رارسېدو له افغانستان سره د نژدې ۱۴۰ ټنه بشري مرستې خبر ورکړی دی

د طالبانو حکومت د ریاست الورزا اقتصادي معاونیت وايي چې د متحده عربي اماراتو ۳۸.۵ ټنه بشري مرسته چې خوراکي توکي، درمل او البسه پکې شامل دي پرون جمعه د مارچ په ۳۱ مه کابل ته ورسېده.

طالب چارواکو د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې له دې سره به د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې شي.

د طالبانو په یو بیان کې راغلي چې:”د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له بېوزله افغانانو سره د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو هرکلی کوي او دا ډول چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او پياوړي کېدو لامل بولي.”

طالب چارواکو ویلي چې دغه مرستې به اړوندو وزارتونو ته تر سپارل کېدو وروسته په افغانستان کې پر اړمنو کسانو باندې ووېشل شي

د طالبانو حکومت یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر افغانستان د بندیزونو او فشارونو پر ځای له افغانانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او تعامل لار غوره کړي.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفارت هم له دغه هیواد سره د ١٠٠ ټنه (فاخره) خرما مرستې خبر ورکړی دی.

نوموړي سفارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې دغه خرما د سعودي د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انساني کارونو مرکز لخوا افغانانو ته ډالۍ شوې ده.

د سعودي عربستان سفارت چې له اسلام اباد څخه د افغانستان لپاره فعاليت کوي زياته کړې چې د افغانستان د حکومت د سرې میاشتې د ټولنې استازی محترم غلام حبیب حسام ته د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انسانی کارونو د مرکز له خوا ډالۍ شوې غوره (فاخره) خرما چې (۱۰۰) ټنه ده وسپارله.”

په افغانستان کې له لوږې لوړه کچه او بشري ناورین

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” ویلي وو چې افغانستان د یو بې ساري بشري واقعي ناورین سره مخ دی چې ۱۷ میلیونه وګړي یې له لوږې کړیږي.

اوچا ویلي چې په روان میلادي کال کې ۲۸.۳ میلیونه خلک چې د افغانستان د نفوس د دریو څخه دوه برخې جوړوي د ژوندي پاتې کیدو لپاره به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدلو سره سم نړیوالې ټولنې پر دغه هیواد خپلې مرستې بندې کړې او هم د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک نږدې لس میلیاردو ډالرو شتمني کنګل کړه چې ورسره دا هیواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ شو.

که څه هم نړیوالې ټولنې له افغانستان سره یو ځل بیا خپلې مرستې بیرته پیل کړي خو د اقتصادي بوختیاوو نشتون او بیکارۍ په دغه هیواد کې د لوږې کچه لوړه کړې ده.

نور ولولئ: بشري مرستې دې پر بنسټیزو پروژو ولګول شي

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو یو عمده لامل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د افغانانو د بشري حقونو ځپل دي، په ځانګړې توګه نجونې او ښځې د خپلو اساسي بشري حقونو څخه بې برخې شوي چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو، پوهنتونونو او کار ته د نجونو او ښځو په تګ مخنیوی په کې شامل دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button