نړیوال خبرونه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېده

بلېنکن داسې مهال اسرائیلو ته رسېږي چې اسراییلو غزه محاصره او په لسګونه زره فلسطینیان یې وژلي

امریکا په ښکاره هڅه کوي چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي، خو له بل لوري له اسرائیلو سره مرسته او په نړیوال سټېج یې د جنايتونو دفاع کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن منځني ختيځ ته د خپل سفر په ترڅ کې اسرائیلو ته رسېدلی او يو ځل بيا يې له اسرائیلو وغوښتل چې په غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کمولو لپاره نور ګامونه اوچت کړي.

gaza2
انځور؛ له جګړې مخکې غزه

اسرائیلو ته د بلېنکن سفر او د لیدنو پلان

تل ابیب ته د خپل سفر په پیل کې ښاغلي بلېنکن د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپل وروستي ډیپلوماتیک سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له مشرانو سره وکتل او د فلسطین په تړاو یې خبرې یې ورسره وکړې. نوموړی به د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره هم وګوري.

انتوني بلینکن پرون د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره تر کتنې وروسته د شخړو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی و.

gaza
انځور؛ د اسرائیلو په بریدونو کې زیات قرباني ښځې او ماشومان دي.

پر غزې د اسرائیلو د برید او محاصرې موده

د نوموړي دغه سفر یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې په سوریه او لبنان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د حماس او حزب الله جګپوړي غړي وژلي دي.

نور ولولئ: د حماس-اسراییلو له جګړې سره سم، پر امریکايي اډو هم بریدونه زیات شوي

نور ولولئ: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په غزه کې د ملکي وګړو وژنه ناورین دی

نور ولولئ: بلېکن وايي، له ایران سره د اټومي هوکړې پر سر خبرې نه کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته د خپل سفر پر مهال دا ټینګار هم کړی، چې په یمن کې د حوثي یاغیانو له خوا په سور سمندرګي کې پر کښتیو بریدونه باید ودرول شي.

په همدې وخت کې په ملګرو ملتو کښې د ایران استازی امنیت شورا ته په یو لیک کښې په سور سمندرګی کښې د حوثیانو په بریدونو کې د ایران د لاس لرلو په تړاو د امریکا او اسرائیلو تورونه رد کړل.

په غزه کې د اسرائیلو له جګړې وروسته په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او پر غزې سربېره لویدیځه څنډه، لبنان، سوریه، عراق او سور سمندرګی هم د دې جګړې په تړاو د بریدونو شاهدې دي.

په غزه کې د حماس طبي چارواکي وايي، د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې تر ۲۳۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button