نړیوال خبرونه

د امریکا دفوځ مشر طالب مشرانو سره لیدل کتل شوي دي

د امریکا دفوځ مشر طالب مشرانو سره لیدل کتل شوي دي سرچینی وايي چې  د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي په یوه کتنه کې چې قطر کې ترسره شوې له طالب مشرانو سره لیدلي او دافغان سولې په هکله یې ورسره بحث کړی.

ښاغلی میلي پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډيرښت د سولې خبرې ګډوډوي خو داسې بایدی ونه سي هغه طالبان هڅولي چې تاوتریخوالی کم کړي نژدې هره ورځ  دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د جګړو او چاودنو له کبله عام افغانان او امنیتي ځواکونه ژوند له لاسه ورکوي چې په دې سره عام وګړي هم د سولې پر روانه پروسه او خبرو شک لري

هغوی ژر ترژره د اوربند غوښتوونکي دي، خو تراوسه يې ښکېلو غاړو د ې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلید امریکا لوی درستیز او طالب مشرانو د تاوتریخوالي پر ژر کابوکولو ږغیدلي ترڅو د امریکا ګټې خوندي کړي خو تراوسه طالبانو د امریکا د دې لوړ پوړي جنرال سره د د کتنې جزیات نه دي وړاندې کړي.

هېره دې نه وي چې ملابرادر د نورو طالب استازو سره پاکستان ته تللی او اوس هم هلته دی د پاکستان هېواد ویلي کوښښ به وکړي چې د افغان سولې په برخه خپل رول مثبت ولوبوي او د افغانستان جګړه خمه کړي، خو د پاکستان دکړنو او پالیسیو په هکله شکونه موجود دي چې هر وخت يې د مرستې په نوم خنډونه ایجاد کړي دي.

د امریکا دفوځ مشر طالب مشرانو سره لیدل کتل شوي دي
د امریکا دفوځ مشر طالب مشرانو سره لیدل کتل شوي دي

تردې دمه لا هم افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی او داسې ورځ نه سته چې په چاودنه او مرګ ژوبله دي نه وي رامنځ سوې عام خلک او ښاریان د سولې دخبرو  لپاره هغه هیلې چې یې درلودې اوس نلري خو بیا هم داوربند او جګړې دریدلو غوښتنه کوي.دويي چې اوس باید دواړه لورې سولې ته لومړیتوب ورکړي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button