سیاست

د امریکا د استازو مجلس غړي تاجکستان کې د افغانستان سفیر امریکا ته بللی

اړوند خبرونه:

امرالله صالح: طالبانو په ۴ ولایتونو کې سلګونه کسان بې له محکامې وژلي

امرالله صالح: طالبان هڅه کوي چې قومي جوړښتونه له منځه یوسي

د امریکا د استازو مجلس غړي ټیم بورچټ، تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر واشنګټن ته دعوت کړی دی.

ټیم بورچټ د چهارشنبې په ورځ، د حمل ۱۳مه، اعلان وکړ چې هغه ظاهر اغبر ته بلنه ورکړې چې په امریکا کې ورسره وګوري.

د هغه په وینا، په هغه لیک کې چې اغبر ته استول شوی، د افغانستان د پرځېدلي جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح نوم هم ذکر شوی دی.

له بلې خوا، هغه زیاته کړې: «سفیر اغبر په زړورتیا سره د افغانستان سفارت طالبانو ته چې اوس په کابل کې واکمن دي، له تسلیمولو ډډه کړې او په صادقانه توګه د افغانستان د خلکو ریښتینې ارادې استازیتوب کوي.»

ټیم بورچټ زیاته کړې چې د افغانستان نور ټول سفارتونه چې په ګاونډیو هېوادونو کې دي، اوس د طالبانو تر نفوذ لاندې دي.

خو ظاهر اغبر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button