اقتصاد او سوداګري

د امریکا کانګریس: پر افغانستان د مرستو بندولو پر طرحه کار روان دی

د امریکا یو سناتور وايي، پر داسې طرحه کار کوو چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره مرستې ونه شي

د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور رانډ پاول پر یوې داسې طرحې د کار کولو خبر ورکړی چې پر بنسټ به یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو مخه ونیول شي. ‎

نور ولولئ: سيګار: د امریکا نغدي مرستې کیدای شي د طالبانو لاس ته ورشي

پاول د دوشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې ولیکل چې په راتلونکو څو ورځو کې به یاده طرحه د تصویب لپاره د امریکا مشرانو جرګې ته وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړې: «ما یو قانون معرفي کړ چې له مخې به یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ټولې مالي مرستې بندې شي او دا اوونۍ به دغه کار سر ته ورسېږي.»

د یادې طرحې عملي کېدل به څومره ستونزمن وي؟

خو یوشمېر کارپوهان وايي، که دغه طرحه د امریکا د مشرانو جرګې له‌خوا تصویب او عملي شي، د افغانستان پر اقتصاد به منفي اغېزې پرېباسي. د اقتصادي چارو شنونکی نیازمحمد همدرد وايي، د امریکا د مالي مرستو په کمېدو یا بندېدو سره به د افغانستان ترلاسه شوی پولي ثبات له ستونزو سره مخامخ کړي.

هغه زیاتوي: «د دې طرحې تصویبېدل د افغانستان مالي نظام ته زیان اړوي؛ ځکه د افغانستان مالي نظام پر دغو مرستو ولاړ دی. دا پیسې بانک ته رسېږي او بازار ته وړاندې کېږي او همدا لامل دی چې د پیسو ارزښت ساتل کېږي. که دا پیسې کمې یا ودرېږي، د مالي او اقتصادي نظام د کمزورتیا لامل کېږي او د پیسو ارزښت ته زیان رسوي.»

نور ولولئ: افغانستان کې بېوزلي او د نړیوال بانک د جولای میاشتې رپوټ

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی احسان‌الله محسن هم وايي، که دغه ډول پلان عملي شي، په افغانستان کې به د بانکدارۍ سېسټم ته د زیان رسولو تر څنګ، بې‌وزلي نوره هم ډېره کړي. «د امریکا د مشرانو جرګې له لوري د دغه قانون عملي کېدل به نه یوازې د افغانۍ ارزښت را کم کړي، بلکې مرستې د خلکو پر ژوند اغېزې لري او بندېدل به یې د بې‌وزلۍ کچه زیاتوي.»

طالبان بیا وايي چې موږ چاته اړ نه یوو

خو د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، افغانستان د امریکا په ګډون، د هېوادونو پر مالي مرستو ولاړ نه‌دی او هڅه کوي چې د اقتصادي بنسټونو په پیاوړي کولو سره د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي.

نوموړی زیاتوي: «امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه له طالبانو سره مرسته نه کوي او نه یې هم په تېرو دوو کلونو کې مرسته کړې ده. که مرسته هم کوي، موسسو او انجوګانو ته چې اړوند یې دي، ور رسوي او انجوګانې یې هم په خپله طریقه پر خلکو وېشي. اسلامي امارت له خپلو سرچینو نظام چلوي او هڅه کوي چې د خپلو سرچینو په کارولو سره هېواد اقتصادي ودې ته ورسوي.»

له افغانستان سره د مالي مرستو د ځنډولو په تړاو د دغه امریکايي جمهوري غوښتونکي سناتور پلان داسې مهال د دغه هېواد د مشرانو جرګې ته استول کېږي چې امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده او لا هم دغه مرستې دوام لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button