نړیوال خبرونه

د امنیتي او دفاعي ځواکونو متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره د ولسمشر غني لیدنه

ولسمشر غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په غونډه کې د هغوی تحلیلونه او وړاندیزونه واورېدل.

په سلامخانه ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې د ښې حکومتولۍ په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي نورالحق علومي وویل، د هیواد ستونزمنو شرایطو ته په کتو ټول باید د الله اکبر په ویلو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ واوسو. هغه زیاته کړه، د وسله وال پوځ متقاعدین تل د هیواد، ولس، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د دفاع خدمت ته چمتو دي.

ورپسې سترپاسوال پوهاند عبدالرازق بېک، بریدجنرال سید محمد ثمر سادات، لوی پاسوال میرزامحمد یارمند، جنرال دولت وزیري او سمونوال حسیب ارین وویل، د پاکستان نیابتي جګړې پر وړاندې او د هیواد د استقلال د دفاع په خاطر خدمت ته چمتو دي. دوی همدارنګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، د ولسي پاڅونونو د بسیج، تمویل، تجهیز او اصلاحاتو په اړه خپلې طرحې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

هغوی وویل، د جمهوریت دفاع او بقا د افغانستان دفاع او بقا ده او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه د دې لپاره مبارزه کوي او موږ په سر، مال، وینه، فکر، پوهه او کلکه اراده د خپل وسله وال پوځ ملاتړ کوو. هغوی وویل، طالبانو له الله اکبر څخه ناوړه ګټه اخیسته، ځکه نو دغه سپېڅلې ناره ورڅخه ولس واخیسته او هغوی یې بې انګېزې او بې وسیلې کړل.

fb img 1628074297878

جمهوررئیس غني د هغوی د څرګندونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، ستاسو له احساس، پوهې، تحلیل ، طرحې او تعهد څخه مننه او دا د ټولو هیوادوالو د هیله مندۍ موجب کېږي. تاسو ولیدل هیوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې ځواب ورکړ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button