د اوبو او انرژۍ وزیر: افغانان حق لري خپلې اوبه مدیریت کړي
اړوند خبر:
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر زیاته کړې، چې د کونړ پر سیند د دوو بندونو د جوړولو سروې بشپړه شوې ده.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور، ویلي چې افغانان باید د خپل هېواد د اوبو د مدیریت بشپړ واک ولري او دا یې حق دی.
نوموړي دا څرګندونې په یوه غږیز پیغام کې کړې دي او ویلي یې دي د افغانستان د اوبو مدیریت به ګاونډیو، په ځانګړې توګه پاکستان ته هېڅ زیان ونه رسوي.
منصور زیاته کړې چې پاکستان تر دې مخکې هم د کونړ سیند پر بند د جوړېدو په اړه اعتراض نه درلود او د دغه بند له جوړېدو سره یې موافقه ښودلې وه.
تر دې وړاندې د طالبانو یوه بل چارواکي، مهاجر فراهي ویلي وو، چې د ملا هبت الله په ځانګړي حکم سره امر شوی، چې طالبان باید پر کونړ سیند د بند جوړېدو چارې پیل کړي.
خو د دغې پروژې د عملي پلي کېدو په اړه نه طالبانو کوم تفصیلي تخنیکي پلان وړاندې کړی او نه یې د مالي سرچینو څرنګوالی روښانه کړی دی.
د اوبو د مدیریت کارپوهان وايي، د کونړ پر سیند د بند جوړول یوه لویه او پېچلې ملي پروژه ده چې پراخو بشري سرچینو، لوړو مالي امکاناتو او اوږدمهاله تخنیکي پلان ته اړتیا لري.
د دوی په باور، که دا پروژه واقعي او علمي بنسټ ولري، کولای شي د افغانستان د انرژۍ او زراعت په برخه کې یو ستر بدلون رامنځته کړي.



