نړیوال خبرونه

د اوبو او برېښنا وزیر ریسانو سره تعرفي ناسته وکړه

د اوبو او برېښنا وزیر ریسانو سره تعرفي ناسته وکړه د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د وزارت د اوبو د برخې له رئیسانو سره د پیېژندګلوئ په لیدنه کې د هغوي وروستي فعالیتونه او لاسته راوړنې واورېدې.

دا جلسه د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست ملا صاحب عبداللطیف منصور تر رهبرۍ لاندې د اوبو د برخې د تخنيکي مرستیال، مرکزي او ځینو حوزوي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.او او د دوی لخوا ورته اړوندو موضوعاتو باندې پرېزنټیشنونه هم ورکړل شول.

fb img 1632306936413

په دې جلسه کې ناسته کې د یاد وزارت مالي او ادارې لوی رئیس احمد رشاد حکیم د ادارې جوړښت، تشکیلاتو، د بندونو د لویو پروژو لکه شاه و عروس، کجکي، پاشدان او نورو … د پرمختګ او وضیعت، پلانونو او نورو ادارې او تخنیکي فعالیتونو په اړه لازم معلومات د اوبو او برېښنا وزارت رهبرۍ مقام په حضور کې وړاندې کړه.

په دوام یې نورو رئیسانو په خپل وار سره د ادارې د چارو د ښوالي په موخه خپل وړاندیزونه او نظریات د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وزیر ښاغلي منصور سره شریک کړه.

د فعالیتونو په اړه د راپور او وړاندیزونو تر ارزونې وروسته، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مولوی صاحب عبداللطیف منصور د اړوندو رئیسانو د صادقانه فعالیتونو او کوښښونو قدرداني وکړه او د چارو د غوره والي په موخه یې لازم سپارښتنې وړاندې کړې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button