د اولاد په روزنه کې زموږ مسئولیتونه
موږ څنګه کولی شو چې د خپل اولاد په سالمه روزنه کې مثبت رول ولوبوو او ښه مسئولیت ادا کړو؟
په اوسنیو وختونو کې د مختلفو دلایلو له وجي پلرونه د اولاد له روزنې لري پاتي دي، که ووایو زموږ د افغاني ټولني اکثريت میندې بې سواده دي او اکثره له کوره نه وځي نو د اولاد د پالنې او تربیې مسوليت د هغوی په اوږو بار وي ، خو د اولاد روزنه او تربیه د مور او پلار ګډمسؤليت دی او د دواړو ښه تفاهم د اولاد په ښه روزنه کې ګټور ثابتيدلي شي، پر اولادونو د مور اغيز شته خو برعکس د پلار اغيز په اولاد باندي که مثبت وي او که منفي ډير لا ډېر وي عموماً ماشومان د خپلو پلرونو په مقابل کې لوی فکر او تصور کوي، پلار په خپلو حرکتونو او چال چلند سره اولاد ته زده کړه ورکوي، همدغه چال چلند که د پلار سم وي د اولاد ښه شخصيت جوړيدلی شي مګر که د پلار چلند سم نه وي د اولاد د شخصيت زیان ویني.
نور ولولئ: د انسانانو تر منځ مینه د احساس تر څنګ پر بدن هم اغېزې لري
د مور په نسبت د پلار اغېزې
په اولادونو باندي د مور په نسبت د پلار نصیحت ډیر اثر کوي، کارپوهان وايي: هغه پلرونه چې خبرې او اعمال یې سره برابر نه وي نو د اولادونو لپاره هیڅکله غوره او د تقلید وړ نه شي ګرځېدای ځکه ماشومان دې ته متوجې کيږي چې د پلار اعمال او خبرې له یو بل سره په ټکر کې دي، نو د پلار نصیحتونه او لارښوونې ورباندي اغيز نه کوي، پلرونه باید له خپلو ميرمنو سره د اولاد په روزنه کې همکار واوسي او هيڅکله هم د خپل اولاد په روزنه کې ناغيړي او سستي ونکړي،کله چې کومه مور خپل اولاد ته په بد کار سزا ورکوي نو پلار ته پکار ده چې له خپلې ميرمنې سره خپل ماشوم ته سالمه لارښوونه وکړي يو پلار باید تل له خپلې میرمنې سره په ځانګړي توګه د خپل اولاد تر مخه ښه رويه او چلند وکړي، موږ تل دا فکر کوو چې د اولاد په روزنه کې مور مهم رول لري خو د پلار رول خورا ډیر اغيزمن وي.
نور ولولئ: ښځه او خاوند باید څنګه یو او بل ته مینه ورکړي؟
پر خپل ځان باندې د کنترول درلودل
د ښه اولاد روزنه د ښه ژوند راتلونکې ده، هوښياران وايی: څلور نعمتونه که د چا په نصيب شي د مرګ په وخت دې هيڅ ارمان نه کوي، اول: په ماشومتوب کي ښه روزنه، دوهم: په ځواني کې د نفس حاکميت، دریم: په پاخه عمر کې رښتينولي، څلورم: په بوډاتوب کې نيکه او ښه مشوره ، هره کورنۍ د خپل اولاد په روزنه اوتربيه کې مسؤله ده دا زه نه وايم د الله حکم او احکام دي نو که اولاد مو ښه روزنه او تربيه د خپل مور اوپلار نه اخيستي وي دغه اولادونه به د خپل مور او پلار په هيلو سره سمه وده وکړي، امام غزالي وايي د ماشوم ورکړه مور او پلار ته د الله له طرفه امانت دي، پکاره ده تل له هغو لارو چارو څخه ګټه واخلو چې د اولاد د ښې روزني او تربيې باعث وګرځي، نو زموږ بری او کاميابي په هوښيارو اولادونو کې ده او د ماشوم بری او کامیابي په ښه روزنه او تربیه کې ده، ځان ته له الله نه اولاد ته د ښي تربيي او روزني توفیق غواړم.