کورني خبرونه

د اوچا اندېښنه؛ راتلونکی کال به تر ۱۴ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) د ۲۰۲۵ کال په راپور کې ویلي، چې را روان کال کې به ۱۴.۳ میلیونه افغانان بېړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري.

اړوند مطالب: 

د م.م د ښځو برخې مسئوله: افغانستان کې ښځې له جدي ناورین سره مخامخ دي

طالب چارواکی: هو، له یوې ښځې سره مې زنا کړي ده

د راپور په بنسټ، یواځې ۹.۳ میلیونه تنو ته به مرستې ورسېږي.

اوچا دغه راز زیاته کړې، چې په اړمنو کسانو کې تر ۲۳ زیات ښځې ، ۵۳ سلنه ماشومان او کابو ۱۰ سلنه معلولیت لرونکي کسان شامل دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې د دې مرستو رسولو په پار له ۲۷۹ میلیون ډالرو څخه زیاتې مرستې ته اړتیا ده.

دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې سږ ژمي کې هم ډېری افغانان له موسمي ناروغیو کړېږي او د درملنې لپاره په کافي اندازه څه په لاس کې نه لري.

په اړمنو کسانو کې ډېری ماشومان د موسمي ناروغیو قربانیان دي.

اړمن افغانان تمه لري، چې طالبان به د دوی لاسنیو کوي او پر وخت به دوی ته لازمې مرستې رسوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button