نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د اوکراین دفاع وزیر له دندې ګوښه کړل شو

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د دغه هېواد دفاع وزیر الېکسیې رېزنیکوف له دندې ګوښه کړ

ښاغلی رېزنیکوف د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له تمام عیاره یرغل مخکې پر دې دندې ګومارل شوی و.

د اوکرایین ولسمشر یکشنبه په خپله شپنۍ وینا کې وویل چې په دفاع وزارت کې “نویو لیدلورو” ته اړتیا ده.

نور ولولئ: د اوکراین ډرون روسی سوپر سونیک بم‌غورځونکی له منځه یووړ

رپوټونونه دا دي‌ چې د هغه پر ځای ‘رستم امیروف’ د دفاع وزارت رهبرۍ ته نومول شوی دی.

ښاغلی امیروف تر دې وړاندې د اوکرایین د دولتي املاکو د صندوق مشر و.

د اوکرایین ولسمشر کیېف کې خپلې شپنۍ خبري ناستې ته ویلي “زه باور لرم چې دا وزارت په ټولیزه توګه له پوځ او ټولنې دواړو سره نویو لارو چارو او د تعامل نورو بڼو ته اړتیا لري.”

د پخواني دفاع وزیر سفیر کېدل

اوکراییني رسنیو راخیستي چې ښاغلی رېزنیکوف ښايي لندن کې د اوکرایین سفیر وټاکل شي.

د هغه په اړه ویل کېږي چې له جګپوړو بریتانیايي سیاستوالو سره یې ښې اړیکې جوړې کړې، ډېر وخت به یې د اوکرایین له لویدیزو متحدانو سره په غونډو کې برخه اخیسته او دا چې د اضافي پوځي مرستو او تجهیزاتو جلبولو لپاره د کیېف په هڅو کې یې هم کارنده نقش لوبولی دی.

خو له دې هر څه سره سره له څه مودې دا ټکل کېده چې نوموړی ښايي ګوښه کړل شي.

نوموړي تېره اوونۍ رسنیو ته وویل چې له ولسمشر زېلېنسکي سره پر نورو پوستونو کار ته چمتو دی.

۷۵ کلن دفاع وزیر کار کولو ته چمتو دی

الېکسیې رېزنیکووف ۷۵ کلن او د روسیې له یرغل وړاندې پر دې دنده ګومارل شوی و

اوکرایینۍ رسنیو د هغه له خولې ویلي و چې که ولسمشر زېلېنسکي ورته پر بلې پروژې له ده سره د کار فرصت وړاندیز کړي، نو دی یې ښايي ومني.

نور ولولئ: د اوکراین جګړه: د روسیې په توغندیز برید کې ۳ په عمر تېر کسان وژل شوي

د یادونې ده چې اولېکسيې رېزنیکوف داسې مهال له دندې ګوښه کړل کېږي چې د ولودمیر زېلېنسکي په اداره کې د فساد پر ضد پراخ کمپاین پیل شوی.

د اداري فساد مخنیوي اوکرایین لپاره د اروپايي ټولنې په څېر لوېدیزو سازمانونو کې غړیتوب لپاره خورا اړین دی.

د روڼتیا د څار نړیوالې ادارې د نوملړ له مخې اوکرایین د فساد پر ضد مبارزه کې د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ ۱۱۶ ځای لري، خو د وروستیو کلونو فساد ضد هڅو پکې پام وړ ښه والی راوستی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button