ټکنالوجي

د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

 چین چین

اپل شرکت چې د چینايي چارواکو په غوښتنه یې په چین کې د قران کریم تر ټولو مشهور اپلیکشن غیر فعال  کړی .د قران مجید په نامه دا اپلیکشن د نړۍ په لر او بر کې د اپل له اپليکشن زېرمې ترلاسه کېدای شي او نژدې ۱۵۰ زره کسانو پرې خپل نظر  ورکړی .

اوس اپل مسوولین وايي  چینايي چارواکو ورته ویلي  دا اپلیکشن غیر قانوني مذهبي لیکنې  لري او له همدې  امله غیر فعال شوی  چینايي چارواکو په دې  باره  کی د نظر څرګندونې په ځواب کې څه نه دي  ویلی د دې اپلیکشن لېرې کېدو ته لومړی ځل د اپل سانسور شپ په نامه وېبپاڼې مسوولینو پام اوښتی چې د نړۍ لر او بر کې د اپل اپلیکشنونو زېرمې مواد څاري د دې پاڼې پروژې مدیر بنیامن اسماعیل وايي  اپل همدا اوس د بیجینګ سانسور په اداره بدل شوی 

article 25

. دوی باید سمه لاره ونیسي او بیا چې د چین حکومت هر څه کوي باید ورسره مخامخ که څه هم د چین واکمن کمونیست ګوند اسلام په چین کې رسماً د یوه دین په توګه مني خو چینايي چارواکي د دغه هېواد په شینجیانګ ایالت کې د مسلمان ایغور لږکۍ اړوند کسانو په ډله ییزه  زورونه  کوی او دغه راز له بنسټیزو حقونو په سر غړوونه تورن دي

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د سږ کال لومړیو کې وویل شو چې چینايي چارواکو په شینجیانګ کې په ځانګړې توګه د ایغور توکمو امامان په نښه کړي دي  اپل د قران مجید اپلکیشن لرې کېدو په اړه  څه نه دي ویلي خو یې د خپلې تګلارې   چې پکې راغلي خو دا څرګنده نه ده چې اپل په چین کې له کوم قانونه سرغړونه کړی ځکه قران مجید اپلیکشن مسوولینو لیکلي د نړۍ لر او بر کې ۳۵ میلیونه مسلمانان باور پرې کوي د یادونې ده چې روانه اونۍ اپل په چین کې د زیتونه ونه  په نامه یوه بل مذهبي اپلیکشن هم غیر فعال کړی چې انجیل خپروي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button