هنر او ادب

د اکتوبر دویمه د ګاندي د زوکړې ورځ ده

مهاتما ګاندي نن د اکتوبر په دویمه زېږېدلی چې هند کې دا ورځ د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي

له نن څخه کاله ۱۵۴ پخوا د ۱۸۶۹ د اکتوبر په ۲ مه موهنداس کرمچند ګاندي د هند په پوربندر کې وزېږېد.

کله چې په ۱۹۱۸ کې ګاندي د هند د ملي کانګریس مشري په غاړه واخیسته او د ملي سمبول په توګه وپېژندل شو، د هند خلکو ده ته د مهاتما یا سترې اروا لقب ورکړ. اوس ټول دی په همدې نوم (مهاتما) پېژني.

نور ولولئ: د بریتانوي استعمار د وخت ودانۍ د هند پارلمان ته ورکړل شوه

دی په نولس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره بریتانیا ته لاړ او د حقوقو په څانګه کې یې زده کړې وکړې. مهاتما د وکالت ترڅنګ ژورنالیستي کارونه هم کول. دی د هندیانو سیاسي او معنوي مشر و او د بریتانیا د استعمار پر ضد یې د خپلواکۍ په مبارزه کې د هندیانو لارښوونه وکړه. ده د هند د خپلواکۍ لپاره ډېر کلونه مبارزې وکړې او له همدې کبله هندیانو ده ته د خپل هیواد د پلار یا بابا لقب ورکړی دی.

ګاندي د لندن پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فراغه شوی. ده به په اوونۍ کې یوه ورځ روژه نیوله او دا کار به یې د باطني ارامښت سبب باله.

نور ولولئ: د ممتاز محل پېژندنه او د تاج محل د جوړولو راز

ګاندي چې کله له بریتانیا هند ته ستون شو، خپل هیوادوال د انګلیسي جامو یا له هغو جامو چې ټوکر یې په بریتانیا کې جوړ شوي وو، د نه اغوستلو غوښتنه وکړه. ده به هم د خان عبدالغفار خان پاچا خان په شان له خامتې یا کرباس څخه جوړو شویو جامو ته خلک هڅول.

د ګاندي د کورنۍ پېژندنه

د ګاندي مور بې سواده وه خو ډېره مخلصه او د پاکو عقایدو خاونده وه. له همدې کبله یې پر خپل زوی زیات اغېز وکړ. مهاتما د خپل پلار له مړینې وروسته مجبور شو چې بریتانیا ته لاړ شي. دی د دې سفر په لړ کې له سابه خورو سره بلد شو او په دې ډول یې غوښتل چې ژوو (ژوندي سارو) ته زیان ونه رسوي.

د ګاندي مېرمن څوک وه؟

د مهاتما ګاندي مېرمن کاستوریا ګاندي د ۱۸۶۹ د اپریل په ۱۱ په هند کې زېږېدلې. دا هم د هند د ازادۍ یوه مشره وه او هندیانو ورته «مان» یعني مور ویل.

کاستوریا او مهاتما په ۱۸۸۳ م کال واده وکړ. په دې موده کې د دوی عمرونه ۱۴ او ۱۳ کلونه وو. کارستوریا په ۱۹۰۴ کې د سیاست ډګر ته راووته او د هندي مهاجرو خلاف د جنوبي افریقا د تاوتریخوالي په وړاندې یې اعتراض وکړ او په همدې خاطر ونیول شوه. هغه بالاخره په ۱۹۴۴ م کال د هند د پونې په محبس کې مړه شوه.

د ګاندي اولادونه

مهاتما ګاندي او مېرمن یې کاستوریا ګاندي څلور اولادونه لرل چې هري لال، مانیلا، ردماس او دوداس نومېدل.

څنګه ګاندي ووژل شو؟

ګاندي د ۱۹۴۸ د جنورۍ په ۳۰ مه د ۷۹ کلونو په عمر د یوه سختدریځي هندو، چې ناتورن ګودسه وینایاک نومېده، له لوري ووژل شو. پر ګاندي تر دې وړاندې هم په ځلونو وژونکي بریدونه شوي وو.

۳۸ کلن ګودسه، چې د هندوانو د ماهاسبها د ښي اړخي ګوند غړی و، پر ګاندي تور لګاوه چې د مسلمانانو تر اندازې ډېر پلویتوب کوي او د پاکستان په وړاندې له نرمښته کار اخلي داو په دې توګه له هندوانو سره یې خینات کړی دی.

د ګودسه د ګوند غړيو ګاندي د هند او پاکستان د بېلتون له کبله د وینو بهونو سبب باله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button