سیمه

د ایران ولسمشر: له افغانستانه د اوبو د حق د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، اعلان کړی چې د دې هېواد چارواکي به له افغانستان څخه د اوبو د حق موضوع تعقیب کړي. مسعود پزشکیان د سیستان او بلوچستان ولایت له سفر وروسته وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي به له طالبانو سره خبرې وکړي چې د خپلو اوبو حق ترلاسه کړي.

مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ د جدي ۲۱مه په یوه تلویزیوني مرکه کې ټینګار وکړ چې د سیستان او بلوچستان د اوبو د حق موضوع به له طالبانو سره په خبرو کې تعقیب کړي.

هغه وضاحت ورکړ: «پرېکړه وشوه چې د سیستان او بلوچستان والي او هغه ټیم چې د اوبو د حق په اړه کار کوي، له خپل ګاونډي او ورور هېواد افغانستان سره کښېني او په خبرو کې د خپلو اوبو حق ترلاسه کړي.»

مسعود پزشکیان زیاته کړه چې نور پروګرامونه هم لري چې د سیستان او بلوچستان ولایت د والي او د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزارت له خوا تعقیب کېږي ترڅو د اوبو د حق ستونزه حل شي.

د ایران د انرژۍ وزیر همداراز عباس علی‌آبادی هم سیستان او بلوچستان ته په سفر کې اعلان وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به له طالبانو سره په تعامل کې د اوبو موضوع په جدي ډول تعقیب کړي. هغه ټینګار وکړ چې په دې اړه خبرې روانې دي او ژر به یې پایلې اعلان شي.

د ایران اسلامي جمهوریت وایي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سین د اوبو تړون پر اساس، ایران باید هر کال له دې سیند څخه شاوخوا ۸۵۰ میلیون متر مکعبه اوبه ترلاسه کوي.

دا هم ولولئ:  له پاکستان سره په وروستۍ نښته کې طالبان وژل شوي

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي و چې تهران به د اوبو د ترلاسه کولو لپاره له ټولو وسایلو کار واخلي او په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو موضوع تعقیبوي.

ایران وروسته له دې د اوبو موضوع بیا توده کړې چ د طالبانو حکومت هرات ښار ته نژدې د پاشدان بند د بشپړېدو خبر ورکړ.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button