سیمه ییز خبرونه

د ای ایس ای پخوانی مشر اسد درانی او طالبان

په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ په اړه د اسد دراني نظر

د پاکستان د پوځي استخباراتو پخواني رئیس جنرال اسد دراني په یوه تازه تلویزوني مرکه کې، پر کابل د طالبانو د واکمن رژیم، دوی سره د پاکستان د وروستیو اړیکو او دغه راز د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام او ناټو پر ضد د طالبانو د جګړې په اړه ځینې خبرې کړي، چې دلته یې مهم ټکي د تاند وېب پاڼې له درنو لوستونکو سره شریکیږي:

خوښۍ نه ده او پښېماني کېدای شي

جنرال اسد دراني د افغانستان انټرنشنل تلویزون خبریال ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې دوه کاله مخکې خو د طالبانو له واکمنیدو خوشاله و، اوس څه احساس لري؟ وویل: ما هغه وخت هم یو نه بیانیدونکی حالت درلود چې خوشالي نه وه، خو په دې چې ناټو له سیمې ووته او افغانستان کې د ده په باور« اشغال« پای ته ورسېد، خوښ و.

اسد دراني د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ناټو موجودیت دوی څنګه په افغانستان کې اشغال بولي، په داسې حال کې چې سیمې ته د ناټو او امریکایي ځواکونو له راتلو مخکې لا دوی پاکستان کې دغو ځواکونو ته اډې ورکړې وې وویل: دا د سیاست هنر دی، چې په عین حال کې څو ځایه ولوبېږې، زه د مشرف مخالف وم، خو دا کار یې زما خوښ و، چې له یوه لوري یې امریکا او ناټو سره ښې اړیکې ساتلې او له بل لوري یې د دوی خلاف طالبانو سره مرسته کوله، چې دوی له سیمې وباسي.

نور ولولئ: طالبان د افغان کډوالو له نیکو سره مخامخ دي؛ طالبان وايي پاکستان به افغان ښځې او ماشومان نه بایومیتریک کوي

نور ولولئ: تحریک طالبان پاکستان: موږ له اسلام اباد سره په مذاکراتو باور نه لرو

نور ولولئ: اسلام اباد ته د طالبانو ګواښ؛ که پاکستان راسره ژر هوکړې ته ونه رسېږي د تورخم او خلارڅي لارې به دایمي وتړي

هغه یو ځل بیا د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې د ملاتړ خبره تایید کړه او ویې ویل، چې دا ښه کار و، ځکه دوی د طالبانو په مرسته امریکا او ناټو له سیمې ووېستل.

د پاکستان خپله لوبه او د تاریخ تکرار

د پاکستاني استخباراتو پخواني مشر، د پاکستان د تحریک طالبان یا ټي ټي پي په سر له طالب رژیم سره د خپل هېواد جنجال، هغې لوبې ته ورته یاد کړ، چې پاکستان له پرځیدلي افغان جمهوري نظام سره د اوسنیو واکمنو طالبانو په تړاو کاوه.

asad۱

د دراني په وینا، هغه مهال افغان نظام له پاکستانه غوښتل چې د طالبانو مشران ور ته لاس تړلي وسپاري، چې پاکستان نه کولای شول او نه یې دا خوښه وه.

د ده په خبره، نن پاکستان عین غوښتنه د کابل له واکمن طالب رژیم څخه کوي، چې نه یې طالبان کولای شي او نه یې په ګټه کار دی، چې ویې کړي.

د دراني په باور، مخکې د افغانستان طالبان له ډیورنډ کرښې د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو ته رسېدلي او پکې پراخ شوي وو، چې پر ضد یې اقدام د پاکستان د پالېسۍ خلاف و او ممکن هم نه و، ځکه خپله پاکستان ته یې سرخوږی جوړولی شو.

هغه، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو ادعا شوی موجودیت هم طالب رژیم ته ورته ننګونه یاده کړه او ویې ویل، چې طالبان نه دا کار کوي او نه یې وس لري.

هغه دې ته هم اشاره وکړه، چې افغانان ذاتاً بهرني فشار ته غاړه نه ږدي او لکه طالبانو چې اسامه امریکا ته ونه سپاره او په بدل کې یې ۲۰ کاله وجنګېدل، دغسې به د پاکستان په فشار د ټي ټي پي مشران پاکستان ته ونه سپاري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button